شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

طالبانو د ولس پر قاتلانو عدالت پلی کړ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اکتوبر 31, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
761
ځلې شریک شوی
165
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

میوند سادات

دې وروستیو کې طالبانو د هغو قوماندانانو او جنرالانو وژلو ته کار ویلی چې سلګونه ولسي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړي، دخلګوکورونه یې ویجاړ کړي او مالونه یې لوټ کړي دي.

د ۲۰۱۵ په مارچ کې د بشري حقونو د څارې ادارې (Human Rights Watch)دکابل حکومت اته تنه لوړپوړي چارواکي په جنګي او بشري جرمونو تورن کړل. د تورونو کسانو نومونه په لاندې ډول دي:

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

عطامحمد نور  دبلخ پخوانی والي،عبدالحکیم شجاعي په ارزګان کې داربکیانو قومندان،خیرمحمد تیمور د تخار پخوانی امنیه قومندان،حاجي نجیب الله  د تخار د ملي امنیت پخوانی رییس، اسدالله خالد د ملي امنیت پخوانی عمومي رییس،جنرال رازق د کندهار پخوانی امنیه قومندان،عزیز الله  کاروان پکتیکا کې داربکیانو پخوانی قومندان اومیرعالم د بغلان پخوانی امنیه قومندان.

د یادې شوې ادارې  همدا راپور دعیني شاهدانو، ژورنالیستانو او قومي مشرانو سره د ۱۲۵ مرکو پر بنسټ چمتو شوی. دبشري حقونو دڅار ډلې(هیومن رایس واچ) ویلي چې همدا کسان باید ونیول شي او د محاکمې مېز ته راکش کړل شي، خو د حامد کرزي او اشرف غني په مشري دکابل حکومت همدا یاد شوي مجرمان نه یوازي داچې محاکمه نه کړل، بلکې لایې پسې ونازول.

د یادو شوو جنګي مجرمانو له جملې څلور تنه یې طالبانو په نښه کړي.  اسدالله خالد په ۲۰۱۲ کال کې اوعزیزالله کاروان، جنرال رازق او حکیم شجاعي سږ کال په نښه شوي دي.

اسدالله خالد:

اسدالله خالد دملي امنیت عمومي ریس پاته شوی، خالد په غزني، کندهار او کابل کې ډیر ولسي وګړي بې محاکمې شکنجه او شهیدان کړي دي. دبشر دحقونو بېلابیلو ادارو نوموړی په جنګي جرمونو او اخلاقي فسادتورن کړی.خالد امریکایانو ته ډیر نژدې و، امریکایانو دکابل حکومت تر ډیرو چارواکو اسدالله خالد ترجیح ورکوله. په ۲۰۱۲ کال کې یو طالب سرتیري پر خالد برید وکړ، په دې بریدکې نوموړی سخت ژوبل شو، امریکایانو ددرملنې لپاره  لومړی باګرام او بیا امریکا ته یووړ، هلته یې د سپینې ماڼۍ دوخت واکمن اوباما او دفاع وزیر لېون پنیتاروغتون ته دپوښتنې لپاره ورغلل. خالد اوس هم له هماغو ټپونو کړیږي او له شدیدې روانې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دی.

عزیزالله کاروان:

عزیز الله کاروان پکتیکا کې دملېشو ځانګړې قطعه درلوده، همدا قطعه یرغلګرو اکمالوله، اهداف یې ورته په نښه کول او دشپې او ورځې یې پر مظلوم ولس ورمارش کوله. څو میاشتې وړاندې طالبانو کابل کې عزیزالله کاروان په یو غلچکي برید کې وواژه. دکاروان په وژلو سره ولس ډير خوشحال شو او دکاروان پلویان د ویر پر ټغر ور ټول شول.

جنرال رازق:

جنرال رازق دکندهار امنیه قوماندان او دسرحدي لېوا مشر و،نوموړ ی یرغلګرو ته ډير نژدې و،اشغالګرو دکابل حکومت د ډيرو غړو له منځه پر جنرال رازق  باور کاوه،یرغلګرو دجګړې پر مهال د رژیم دنورو جنرالانو په پرتله د جنرال رازق هوایې ملاتړ ته ډير ژر وردانګل. جنرال رازق چې له اشغالګرو سره څومره خوږ و، د خپل ولس سره همدومره تریخ و،شخصي زندانونه یې درلودل، جنګي اسیران  یې بې محاکمې شهیدانول، سیاسي او قومي حریفان یې ترور او اختطاف کول، ګمرکي محصولات یې خپل جېب ته اچول،جنرال رازق دکندهار ښار کې داسي وحشت خپور کړی و چې هره ورځ به دوکانداران، موټروانان، بزګران، تجاران، محصلین او طالب العلمان اختطاف کیدل او د څو ورځو او اونیو وروسته به یې په ریګونو او دښتونو کې مړي موندل کیدل.۲۷۶ تنه په قلم لیکل شوي هیوادوال یې  بې محاکمې شهیدان کړي او جسدونه یې غورځولي وو.بالاخره د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه طالبانوهمدا دمظلوم ولس قاتل مجازات کړ.

حکیم شجاعي:

شجاعي دارزګان ولایت په خاص ارزګان او ځینو نورو سیمو کې داربکیانو حکومت پلوه مشر و،د سیمه ییزو خلګو  په وینا شجاعي ۲۰۰ تنه بې دفاع ولسي وګړي شهیدان کړي. نوموړی د سولې شوری داوسني مشر کریم خلیلي په مشري دوحدت ګوند مهم غړی بلل کیده. تېره ورځ رسنیوخبر ورکړ چې دارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په کندلان او جنګه ريغ سيمو کې د شجاعي په مشري داربکیانو او طالبانو ترمنځ نښته شوې، دخبرونو په حواله په نښته کې دشجاعي د مرستیال فکوري په ګډون ۲۰تنه اربکیان وژل شوي او شجاعي پکې ټپي شوی دی. نن بیا ځینو رسنیو خبر ورکړی چې شجاعي د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې. که دشجاعي وژل کیدل رښتیاشي ولس به ډير خوشحال شي.

طالبانو نویمه لسیزه کې هم  هغه قوماندانان تارومار کړل چې پر مظلوم ولس یې ظلمونه کول،اوس یو ځل بیا طالبانو دولس قاتلان راګیر کړي،د مظلوم ولس انتقام ځني اخلي او دعدالت غیږې ته یې سپاري. طالبان نو رهم باید دمظلوم ولس وژونکو او ځورونکو ته متوجه شي،دظلم مخه یې ونیسي او مجازات یې کړي.

مخکینې مطلب

کندهار: ګډوځواکونو یو سپین ږیری وژلی او ۱۰ دکانونه یې نړولي

بل مطلب

کابل کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com