(کابل ټکی کام۱۳۹۷ لړم ۱۱)
د کابل ښار د نادرپښتون سیمه کې د بریښنایي توکو په تر ټولو لوی پلورنځي “ خیر خواه مارکیټ“ کې له تیرې شپې را په دې خوا اورلګیدنه لا هم دوام لري.
عیني شاهدان وایي، اور تیر ماښام شپږ⁶ بجې په یوه دکان کې د برقي شارټي له امله رامنځته شوې چې له امله یې نورو دکانونو ته هم خپور شوی دی .
په سیمه کې د اطفایې ځواکونه هڅه کوي اور مړ کړي خو لا هم نه دي توانیدلي.
دغه مارکیټ چې درۍ پوړونه لري ، زیاتره دوکانونه کمپیوټرونه، فریجونه او نورو قیمتي الیکترونیکي وسایل په کې سوځیدلي او د پلورنځیو خاوندانو ته د میلیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی .
د اور لګېدلو سیمې ته نږدې د مالیې وزارت، عدلیې وزارت ، د افغانستان بانک او ارګ ودانۍ هم نږدې پرتې دي،دغه راز ویل کیږي چې خیرخوا او صدیق عمر مارکېټ اور اخیستي، خو پولیس وایي ، چې اور د اتفاق په نامه مارکېټ کې لګیدلی او لا هم جریان لري.


















