میدان وردګ: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ پنځه تنه وژلي دي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۲)
د میدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه ملکيان وژل شوي چې پنځه يې د يوې کورنۍ غړي دي او ميرمنو او ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.
ځايي راپورونه وايي، تيره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د يادې ولسوالۍ په توکرک دره کې عملیات کړي چې پر مهال يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
د میدان وردګو د والي وياند په ياده سيمه کې عمليات تاييدوي په وينا يې په سيمه کې د طالبانو ځينې غړي وژل شوي او د هغوی مهمات د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
که څه هم د نرخ اوسېدونکي وايي، په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د والي وياند وايي تر اوسه په دغه عملياتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې کره راپور نه لرو او لا هم سيمه کې امنيتي ځواکونه په عملياتو بوخت دي.
د نرخ اوسېدونکي وايي، د عملياتو په پایله کې شپږ تنه کليوال وژل شوي چې پنځه د يوې کورنۍ غړي دي، يوه ميرمن او درې ماشومان ټپيان دي او شپږ تنه نور چې عام وګړي دي ګډو ځواکونو له ځان سره وړي دي.
د ځايي اوسېدونکو په وينا، په عملياتو کې د عامو خلکو کورونه پلټل شوي، د کورونو دروازې ماتې شوي او خلکو ته پکې مالي تاوانونه هم اوښتي دي.
په وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې تر ډيره ملکي وګړي په نښه کېږي چې د عامو خلکو په وينا د طالبانو په نوم وژل کېږي، زورول کېږي او کورونه يې پلټل کېږي.



