ارزګان: طالبانو په مرکز“ترینکوټ“ او خاص اروزګان کې پرمختګونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۳)

له ارزګان ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې د دې ولایت په مرکز او خاص اروزګان ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی او حکومت پلوي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي.
به خاص اروزګان ولسوالۍ کې چې د طالبانو او د خپل سرو ملیشو د قوماندان “حکیم شجاعي“ تر منځ نښته رامنځته شوې ، داځل ورته د امنیت شورا  ځانګړې پاملرنه کړې.

ولسمشر غني په یوه فرمان کې ویلي دا شخړه د ولسونو تر منځ رامنځته شوې او د څیړلو په موخه یې د دفاع، کورنیو چارو، ملي امنیت او لویې څارنوالۍ له خوا باصلاحیته پلاوي ګمارلي څو یې د حل لارې ولټوي.

دسیمې د خلکو په وینا،شخړه هغه مهال رامنځته شوې ،کله چې د شجاعي ملیشو له  کلي څخه یوه میرمن په زور بیوله چې د خلکو له غبرګون سره مخ شول او طالبانو هم د سیمیزو خلکو ننګه کړې.

طالبان وایي د یوې اونۍ په اوږدو کې  تر اوسه د ۵ تنو مهمو اربکي قومندانانو په ګډون ۴۳ تنه اربکيان او پولیس وژل شوي، پخپله د شجاعي په ګډون ګڼ شمیر نور ټپيان دي.
بل پلو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم شخړې روانې دي.
تازه خبرونه وایي چې طالبانو د مرکز اړوند دپای ناوې په سیمه کې ۲ قرارګاه وې نیولې، ۱۳ تنه عسکر یې ژوندي نیولي او تر لسو ډیر وژل شوي.
طالبان دغه راز وایي چې په دې بریدونو کې یې دوه ټانګونه او سپکې او درنې وسلې هم نیولې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button