روزګان: طالبانو دوه پوځي مرکزونه او ديارلس عسکر ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۳)
د روزګان ولايت د مرکز مربوط په پای ناوې سيمه کې طالبانو د دولتي ځواکونو په دوو پوځي مرکزونو بريدونه کړي چې له لسو زياتو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
له روزګان څخه سيمه ييزې سرچينې وايي، دغه بريدونه د پای ناوې په تبۍ سيمه کې شوي چې په پايله کې يې دواړه پوځي مرکزونه د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د سرچينې په وينا، په دغه نښتو کې له لسو زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمير طالبانو ژوندي له ځان وړي دي.
طالب وياند يوسف احمدي هم د يادونو بريدونو د تاييد تر څنګ ويلي، چې په پای ناوه سیمه کې (دوه مهمې قرارګاوې فتحه شي، ديارلس عسکر طالبانو ژوندي نيولي) زياتوي چې د جګړې په پايله کې دوه ټانګونه او په زیاته اندازه وسلې او مهمات هم طالبانو ته لاسته ورغلي دي.


