نیویارک ټایمز: تېره اونۍ تر“سلو“ ډیرعسکر او پولیس وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۹)
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې تیره اونۍ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ۱۱۸ تنه د ملي اردو او پولیسو سرتیري وژل شوی دي.
ورځپاڼې ویلي، تر ټولو زیات تلفات د فراه ولایت کې اوښـتي چې طالبانو بشپړ کنډک ونیوه او لسګونه عسکرو ته یې په کې مرګ ژوبله واړوله.
ورځپانې د غزني جاغوري ولسوالۍ ته هم اشاره کړې چې په وینا یې دلته هم ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله واوښته او لا هم د ولسوالۍ د سقوط احتمال شته.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو همدا نن هم په ځینو ولایاتو کې پرمختګونه کړي او ګڼ شمیر سیمې او امنیتي پوستې یې نیولې دي.
د یادونې وړ ده چې حکومت تر ډیره د خپلو ځواکونو د تلفاتو ارقام نه اعلانوي خو ځینې لویدیځې رسنۍ بیا د دولتي سرچینو په حواله یوه برخه یې ابلاغوي



