ولسي جرګه: طالبانو د مسکو غونډه کې په مهارت سره خپل ژغ تر نړیوالو ورساوه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۰)
د ولسي جرګي غړی وایي، طالبانو د مسکو له غونډې اعظمي استفاده وکړه او ټولو ویناوو یې د رسنیو سرټکي جوړ کړل.
د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وایي، طالب دیپلوماتانو وکولی شول په خپل قوي استدلال او وینا سره د رسنیو پام ځانته راواړوي، هغه څه چې د سولې عالي شورا پلاوي ونه شو کولای.
نوموړی وایي، روسیې یو نمایش وکړ او امریکا یې د داسې غونډو په جوړولو چلنج کړه، خو طالبانو هم ځان وښووده او په خپل استدلال یې د افغان دولت موقف وننګولو.
بلخوا بیا د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري وایي، دې غونډې ته د سولې شورا پلاوي پوره تیاری نیولی و او په وینا یې چې له دې غونډې دوی هم لویه لاسته راوړنه درلودله.
د مسکو ناسته چې د طالبانو په ګډون په کې د ۱۱ هیوادونو استازو ګډون درلوده، د جمعې په ورځ د روسیې په پلازمینه مسکو کې ترسره شوه، ولسي جرګه وایي غونډه د طالبانو په سیاسي او دیپلوماتیکې بریا تمامه شوې او د حکومت د نه ګډون په سیاست نیوکه کوي.



