(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۰)
د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایی چې سږکال په دغه ولایت کې په بې بیساري ډول د عنابو حاصلات زیات شوي دي.
چارواکي وایي، سږکال په دغه ولایت کې ۶۰۰ مټریک ټنه عناب تولید شوي او کروندګرو ته یې په پراخه کچه لاسته راوړنه درلودله.
د عناب بوټي د هیواد په ځینو سیمو کې پر خپل شنه کیږي خو ځینو نورو ځایونو کې بیا د کروندګرو له خوا کرل کیږي.
سږکال دغه بوټي په فراه ولایت کې په ۲۰۰ ۱هکټاره ځمکه عناب کرل شوي وو.
عناب یو ډول طبي بوټي دي چې خلک یې د “سروزروبوټو“ په نوم هم یادوي


















