یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

که اوضاع بدله نشوه، ولسوالان او واليان به هم سقوط وکړي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 12, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
140
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

په دې وروستيو کې د افغانستان سياسي او نظامي فضا بيخي ډيره بدله شوې ښکاري. په نظامي برخه کې د طالبانو پرمختګونه حيرانونکي دي او په همدې ډګر کې د دولت او بهرنيو ملګرو مالي او ځاني تلفات يې هم له شميره وتلي دي.

دا هم ولولئ

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

له څه مودې راهيسې طالبانو توان موندلی چې سلامتې قرارګاوې له پکې ميشتو عسکرو سره له منځه يوسي، پوستې ونيسي او ولسوالۍ محاصره کړي، په دې توګه د هيواد ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې او پراخې سيمې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي، دغه راز يې ګڼو ولايتونو ته هم ګواښ متوجه کړی دی.

طالبان په سياسي ميدان کې هم د تير په نسبت خورا پر مخ ليدل کيږي. د مسکو په تيره غونډه کې د طالبانو شرکت يوازې د افغانستان نه، بلکې د نړۍ سياسي فضا ته بدلون ورکړ او د ټولي نړۍ سياسي فکر يې سل سلنه په بله خوا واړاوه.

په دې غونډه کې طالبانو په خپل ځان باور، پياوړې ديبلوماسي، رښتينولي، کلک دريځ او په هيواد کې د يو ټول خوښي نظام جوړولو جوګه ځواک په توګه نړۍ ته وښود او د دې تر څنګ چې نړيوال يې د افغان کشالې په صرف دوو اړخونو درلودلو قانع کړه، ويې ښوده چې طالبي اړخ يې هغه دی چې نړۍ په خلاص زړه او له کوم ډول پرې پرته پرې باور کولی شي.

دغې اوضاع که د ګډ سري دولت په عسکري ليکو کې بلوا ګډه کړې ده، د امرينو او مامورينو ليکې يې هم له اغيزې خوندي نه دي پاتې. هره ورځ يو خبر وينو چې يا د دولت لوړ پوړو چارواکو استعفا وړاندې کړې وي او يا يې له مرکزي دولت سره خپګان تر فزيکي شخړې رسېدلی وي.

تيره ورځ خبر و چې د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ ولسوال له ګڼو ملګرو سره طالبانو ته تسليم شوی دی. دا د خاک سفيد د مرکزي ولسوالۍ ولسوال نه و، بلکې د هغې تش په نوم ولسوالۍ ولسوال و چې د ډيرو نورو ولسواليو په څير د طالبانو له ډاره ولايت ته انتقال شوې وه. د خاک سفيد مرکز له دوو/درې کلونو راهيسې د طالبانو په لاس کې دی.

په هيواد کې د روانې جګړې په نژدې ماضي ورځو کې مو د ولسواليو د سقوط خبرونه خورا ډير اورېدلي، خو د ولسوالانو له لوري د حکومت ملګرتيا پريښودل مو ډير کم تر غوږو شوي. اوسنۍ اوضاع ته په کتو، دا لړۍ ممکن د هيواد نورو ولسواليو ته هم وغځيږي.

او دا امکان هم شته چې، لکه څرنګه چې خبره د سيمو او پوستو له سقوطه د ولسواليو او آن ولاياتو تر سقوطه ورسېده، همدا رنګه به په عسکري ليول کې د پوليسو او اردو له تسلمۍ د ولسوالانو او واليانو کټاګورۍ ته ورسيږي او هغوی به هم طالبانو ته تسليمېدل د سر او مال او ابرو د حفاظت يوازينۍ لاره وګڼي.

دا ځکه چې يو خو په عمومي ډول په حکومت او خارجي ملګرو کې يې دومره توان نه دی پاتې شوی چې ولسواليو ته نظامي بشري او مادي مرستې ورسوي او له بله پلوه د طالبانو نظامي قوت دې حد ته رسېدلی چې له نن وړاندې يې چا تصور هم نه و کړی.

که حالات همداسې روان و او حکومت په ساسي او نظامي ډګرونو کې دغسې پرلپسې شاتګ کاوه، لرې نه ده چې په نژدې راتلونکې کې تر دې د لويو بدلونونو شاهدان شو او روان وضعيت په بشپړ ډول د طالب په ګټه څرخ وخوري.

مخکینې مطلب

فراه: په مرکز او خاک سفید ولسوالۍ کې سختې جګړې شوې

بل مطلب

د غزني مالستان ولسوالۍ طالبانو ونيوله

ځانګړي مطالب

افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۹۸۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    14 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com