(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۱)
له فراه ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې، د دغه ولایت په مرکز او خاک سفید ولسوالیو کې لسګونږ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښـتې.
خبر زیاتوي، تیره شپه د مرکز اړوند په “ باغپل اوبرنتوت“ سیمو کې طالبانو دښاري کمربند پر پوستوبریدونه کړي چې دوه پوستې یې نیولې او ګڼ شمیر د ملي اردو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي سرچینې وایي په دې برید کې نهه ۹ امنیتي سرتیري وژل شوي؛ طالبانو د تلفاتو کره شمیره نه ښوودلې خو د ۸ تنه عسکرو د نیولو خبر یې ورکړی دی .
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د یاد ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د “خوست“ په نامه بشپړه سیمه له دولتي کنترول څخه ایستلې او شاوخوا ۳۰ تنه امنیتي سرتیري یې وژلي.
طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دغه پراخه ناوه کې د اربکیانو او پولیسو ګڼ مرکزونه موجود و،چې خلک به یې ځورول او ټول سقوط شوي دي.
دولتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی


















