د اسرائيلي عسکرو په بريدونو کې اووه فلسطينيان شهيدان شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۱)
د اسرائيلو اشغالګرو عسکرو پر غزې د کلابندۍ کړۍ د تنګولو پر مهال پر فلسطينيانو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې څوارلس فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فلسطين د روغتيا د وزارت وياند اشرف القدره ويلي، اسراييلي عسکرو د غزې د خان يونس سيمې پر پوله پر فلسطنيانو ډزې وکړې چې له امله يې اووه فلسطينيان شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول.
په عين حال کې د حمال د القسام ډلې په يوې خبرپاڼه کې د اسراييلي عسکرو بريد تاييد کړی زياتوي چې اشغالګرو اسراييلي عسکر خان يونس سيمه کې درې کيلو متره مخکې داخل شوي و خو د القسام ډلې له غبرګون سره مخ شول او وروسته په نورالبرکه سيمه کې نښته پيل شوه او اسراييلي عسکر تېښتې ته اړ شول.
دغه راز د القسام خبرپاڼه وايي، اسراييلي جنګي الوتکو په غزه کې پر ځينو سيمو هوايي بريدونه کړي چې له کبله يې ګڼ شمير فلسطينيان شهيدان شوي دي.
اسراييلي چارواکي وايي، د حماس القسام ګروپ د دوی د عملياتو او هوايي بريدونو په ځواب کې راکټي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې یو تن اسراييلي عسکر وژل شوی او يو تن بل سخت ټپي دی.



