طالبان:هزارګان دې د فتنه ګرو په خوله د غزني جګړه تعصب نه بولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۱)
طالبان وایي، د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې پیل شوې جګړه یې د دولتی حاکمیت پر ضد پیل کړې او د هیڅ مذهبي او قومي تعصب موخه نه لري .
د طالبانو په اعلامیه کې یوځل بیا ټینګار شوی چې “د غزني په جاغوري او مالستان کې عملیات د کوم قوم یا مذهب په خلاف نه دي روان، په کابل کې ناست فتنه ګر جهتونه چې دغو عملیاتو ته د عامو خلکو په ضد د عملیاتو نوم ورکوي یا يې تر خاص قوم پورې تړي هغه د هیواد دښمنان دي“
طالبانو د دغو ولسوالیو پر ولسونو ژغ کړی چې عام هزاره وطنوال باید د دغو کسانو خبروته هيڅ اهمیت ورنکړي او خبر داری یې ورکړی چې خپل ځان باید په جنجالونو کې ښکیل نه کړي.
طالبان وایی د مالستان ولسوالۍ یې له شپږو پوستو سره یوځای نیولې او د ۱۱ کمانډویانو په ګډون یې ۴۲ تنه دولتي سرتیري وژلي دي.
ذبیح الله مجاهد د دوو طالبانو د وژل کیدو او ۳ نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی دی.
باید وویل شي چې له تیرې شپې را په دې خوا په پلازمینه کابل او بلخ کې د غزني د دوو هزاره میشتو ولسوالیو د ژغورلو په موخه اعتراضیه لاریونونه پیل شوي او هزاره میشتي غواړي څو حکومت یې غوښتنو ته توجه وکړي



