(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۳)
افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز (بګرام هوايي ډګر) توغنديز بريد شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، چې تيره شپه په دغه هوايي ډګر توغنديز وار شوي او د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو د استوګنې ځايونو ته څېرمه لګېدلي دي.
سيمې ته نږدې اوسېدونکي وايي، په هوايي ډګر کې د توغنديو له لګېدو وروسته په دغه پوځي مرکز کې د خطر زنګونه او د امبولانس اوازونه اورېدل شوي چې ښايي بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وي.
په سيمه کې چورلکو او استخباراتي الوتکو په شاوخوا سيمو پروازونه هم کړي دي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، په دغه بریدونو کې “امريکايي اشغالګرو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي دي”.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي ته نږدې سرچينې بريد تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
طالبان وخت ناوخت د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې نه په ډاګه کوي.
















