شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

ښايي ټرمپ افغانستان ته راشي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 23, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
REUTERS/Leah Millis

REUTERS/Leah Millis

34
ځلې شریک شوی
123
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل.کام – لېندۍ ۲مه، ۱۳۹۷:

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د خپل ممکنه سفر کولو په اړه خبر ورکړی دی.

دا هم ولولئ

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره تر ټلفوني خبرو وروسته، په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو یوه دنده ترسره کوونکي جنرال ته ویلي چې امریکا ته ”ستاسې تر راتلو وروسته او یا ښايي هلته په افغانستان کې درسره وګورم. معلومه نه ده چې څه به پېښ شي.“

ټرمپ تر دې وړاندې له خبریالانو سره په وروستیو مرکو کې ویلي چې جنګي سیمو ته یې سفرونه پلان شوي، ”خو د امنیتي مشکلاتو له امله یې نېټه نشي په ډاګه کولای.“

د روانې نومبر میاشتې په ۱۹مه، امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي و چې ټرمپ غواړي افغانستان او عراق ته سفر وکړي – که داسې وشي، دا به لومړی ځل وي چې ټرمپ له خپل هېواده بهر له دېره امریکايي عسکرو سره لیدنه کوي.

جنګي سیمو ته د ولسمشرانو سفرونه زیاتره وختونه پټ ساتل کیږي، یوازې هغه وخت یې اعلان کیږي کله چې هغوی له الوتکې کښته شي، او کله ناکله بیا هغه وخت اعلانیږي چې له سیمې ووځي.

د امریکا پخواني ولسمشر، جورج ډبلیو بوش، چې د افغانستان جګړه یې پیل کړه، د خپل واک پر مهال دوه ځله افغانستان ته سفر کړی و. تر هغه وروسته، بارک اوباما څلور ځله افغانستان ته راغلی و.

پر ټرمپ نیوکه کیږي چې له هېواده بهر له خپلو دېره سرتېرو سره نه ګوري، خو د هغه مرستیال، مایک پنس، په تېره ډسمبر میاشت کې، د خپلو سرتېرو د لیدلو لپاره په نااعلان شوي سفر باګرام هوايي ډګر ته راغلی و.

د سپیني ماڼۍ یوې سرچینې واشنګټن پوسټ ته ویلي چې ټرمپ پر خپل سر ویریږي، ځکه جنګي سیمو ته سفر نه کوي، ”ټرمپ له جنګي شرایطو وېره لري او ډارېږي چي یو څوک به یې ووژني.“

افغانستان ته راتلونکي امریکايي چارواکي کله ناکله د طالبانو له توغندیزو بریدونو سره مخ کیږي. په تېر ۲۰۱۷ز کال کې، د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټیس، د کابل په هوايي ډګر کې له یوه توغندیز برید سره مخ شو، خو زیان ورته وانه وښت. د مټیس تر سفر یوه میاشت وروسته، د هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، ریکس ټېلرسن، په پټه افغانستان ته راغلی او د امنیتي ستونزو له امله یې، د دې پر ځای چې پخپله د ولسمشر اشرف غني لیدلو ته ارګ ته ورشي، هغه باګرام هوايي ډګر ته وروغوښت.

ټرمپ په تېر ۲۰۱۷ز کال کې، د افغانستان لپاره خپله سټراټيژي اعلان کړه، چې تر دې دمه یې، د امریکايي چارواکو په خبره، کومه د پام-وړ لاسته راوړنه نه ده درلودلې.

ښاغلی ټرمپ پر افغانستان او عراق د امریکا یرغلونه ”له یوې مخې شرم“ بولي. امریکايي چارواکي وايي چې نوموړی د افغانستان د جګړې ژر تر ژره پای ته رسېدو ته بې زغمه شوی دی.

له همدې امله، په دې وروستیو کې د ټرمپ په امر، د افغانستان لپاره د امریکا تازه ټاکل شوي ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، له طالبانو سره مخامخ ابتدايي خبرې پیل کړې، او د سولې مذاکراتو په تړاو یې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

طالبانو له زلمي خلیلزاد سره لیدنې تایید کړې، خو وايي دا ابتدايي لیدنې دي او تر دې دمه کومه هوکړه نه ده پکې شوې.

بل خوا، ولسمشر اشرف غني د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو پر پیلېدو اندېښنه ښوولې، او له امریکايي چارواکو یې ګیله کړې چې دئ یې له جریانه خبر نه دی ساتلی.

ښاغلي غني په دې خبرو کې د ځان شریکو په موخه، د سولې د بورډ په نوم، یوه ۱۱ کسیزه ډله ټاکلې څو له طالبانو سره خبرې وکړي – طالبانو تل ټینګار کړی چې له هېواده د امریکايي ځواکونو تر وتلو پورې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، ځکه ”هغوی د امریکا ګوډاګیان دي. “

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره امریکايي عسکر مېشت دي.

مخکینې مطلب

ارګ د سلام رحیمي په مشرۍ د سولې ۱۱ کسیز بورډ ټاکلی

بل مطلب

ټرمپ : په افغانستان کې د سولې هڅې روانې دي

ځانګړي مطالب

افغانستان

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com