ټرمپ : په افغانستان کې د سولې هڅې روانې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲)
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ تیره ورځ په کلیفورنیا ایالت کې په خپلو خبرو کې وویل، د افغان سولې پروسه په ډیر جدیت سره راونه ده، خو د سر نوشت په تړاو یې معلومات نه شته.
نوموړي زیاته کړه؛ مذاکرات پیل شوي، چې “ ممکن کامیاب یا ناکام شي، څوک نه پوهېږي.”
ټرمپ په افغانستان کې د هوایي ځواکونو یوه امریکایي جنرال ته په تلیفوني خبرو کې وویل ، چې ښایي افغانستان ته په ممکنه سفر کې ورسره وګوري.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو ته چمتو دی وویل “هغه څه کوو چې ښه نتیجه ولري، په دې هکله باید د مذاکراتو نتیجې ته انتظار وشي.”
ټرمپ داسې مهال داڅرګندونې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې څو د روانې جګړې د لمنځه وړلو په موخه یوه جوړجاړي ته ورسیږي.
امریکا په افغانستان شاوخوا ۱۴ زره عسکر لري چې د افغان سرتیرو په روزلو او طالبانو سره په مخامخ جګړو بوخت دي.



