لوګر –کاپيسا: په عملياتو او ډرون بريد کې ملکيان وژل شوي دي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۴)
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالوي وکيل وايي، تيره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولايت په پادخواب شاهانه سيمه کې د عملياتو پر مهال ملکي خلک وژلي او ځينې يې له ځان سره بنديان کړي دي.
د عبدالوکيل په وينا، په دغه عملياتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او يو شمير نور يې ځان سره د بنديانو په توګه وړي زياتوي چې وژل شوي او نيول شوي کسان ملکيان دي او هيڅ وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.
نوموړی وايي، عملياتي عسکرو د عامو خلکو کورونه ويجاړ کړي او ډيری خلک يې وهلي ډبولي هم دي.
خو د لوګر امنيه قومندانۍ وياند شاه پور احمدزی بيا وايي دغه عمليات د صفر يو قطعې ځواکونو کړي چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي دي.
دغه راز د کاپيسا ولايت څخه راپورونه وايي، چې تيره شپه بهرنيو ځواکونو د تګاب ولسوالۍ په نوروزخيلو سيمه کې د ډرون د عامو خلکو په کورونو د ډرون الوتکې بريدونه کړي چې د ماشومانو په ګډون پکې پنځه تنه وژل شوي دي.
د تګاب اوسېدونکي وايي، هغه بمبار چې تيره شپه شوی پکې د د درې ماشومانو په شمول پنځه تنه عام خلک وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې تيره ورځ هم بهرنيو ځواکونو د کندهار ولايت شاوليکوټ ولسوالۍ په المش سيمه کې د واده پر مراسمو بمبار وکړ چې په ترڅ کې يې نهه تنه عام خلک ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.
په وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو عملياتو کې تر ډيره ملکي خلک د بريدونو او شپنيو عملياتو هدف ګرځي چې تر اوسه يې د بشري حقونو ادارو او د افغان حکومت چارواکو يې په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.
په عين حال کې د ولسي جرګې غړي وايي، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې تر ډيره ملکي خلک ښځې، ماشومان وژل کېږي او کورونه يې نړول کېږي خو زياتوي چې په دې اړه يې حکومت هيڅ غږ نه اوري.



