طالبان: افغانان نه تسلمېدونکي خلک دي، امريکا دې د افغانستان له دوزخه خپل عسکر وباسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۰)
طالبانو”له افغانستانه د وتلواسانه لار” تر سرليک لاندې په يوه مطلب کې ويلي، چې امریکا په افغانستان کې نږدې يو تريليون ډالره ولګول، لسګونه زره پوځيانو ته يې مرګ ژوبله واوښته خو بيا هم د خپلو موخو په ترلاسه کولو بريالي نه شول.
په مطلب کې د امریکايي شنونکو له قوله ويل شوي، چې کابل یو فاسد، متعصب، غاصب او په سياسي او اداري لحاظ کمزوری او نه پايدونکی حکومت واکمن دی.
طالبان وایي، دا مهال د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې (ولسي جهادي پاڅون) تر ټولو په قوي موقف کې دی زياتوي “د یرغلګرو داعتراف په اساس د افغانستان تر نيمایي ډیره برخه د اسلامي امارت په واک کې ده او د کنټرول ساحه یې لا پسې پراخیږي”.
مطلب زياتوي، له تيرو اوولس کلونو راهيسې پر افغانانو ډول ډول وحشتونه او ظلمونه شوي خو ” افغانان نه تسلمیدونکي خلک دي، پر خپله خاوره د پردیو واکمني نه مني”.
د طالبانو په وينا، افغانستان ته ځکه د “امپراطوريو هديره” ويل کېږي چې په ټول تاريخ کې يې هيڅ “اجنبي او يرغلګر” ځواک ته سر نه دی ټيټ کړی او تل يې پر خپلې سپيڅلې عقيدې او ارزښتونو غيرت کړی دی.
طالبانو د مطلب په اخره کې امريکايي چارواکو ته ورياده کړې چې لمر دې په دوه ګوتو نه پټوي، حقيقتونه دې ومني او پريکړه دې وکړي څو ” خپل عسکر ژر ترژره په یو مخیز ډول د افغانستان له دوزخه وباسي”.



