پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

امريکا ولې له افغانستانه لاس نه اخلي؟

ودان نشرونکی: ودان
دسمبر 10, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
361
ځلې شریک شوی
122
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

امريکا چې پر افغانستان يرغل وکړ او د ناټو له څلويښتو زياتو هېوادونو پوځونه يې په يرغل کې له ځان سره ملګري کړل، دا ټول د دې لپاره چې په لیرې پرتو سيمو کې د افغانستان معدني ذخيرې په خپلو پوځي مرکزونو کې د برمو په وسيله ترلاسه کړي، خو اصلي موخې ته لا نه دې رسيدلې.

دا هم ولولئ

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د امريکا لپاره افغانستان مهم دی، خو دومره هم نه چې د راايستل شويو يورانيمو څو چنده قيمت دې جګړو کې پوره کړي.

امريکا په افغانستان کې د سيمې د ښکار لپاره پاتې کيږي او دا دومره بې خرته تاوانونه د افغانستان پر سر نه، بلکې د منځنۍ اسيا لپاره کوي؛ ځکه په افغانستان کې د خپلو پوځونو په پاتې کيدو ټينګار کوي.

په افغانستان کې اوسمهال هيڅ نشته. څه معدني ذخيرې چې وې، له يورانيمو نيولې تر زمرودو پورې يې ټولې لوټ کړې. اوس په افغانستان کې د نورو د ښکار لپاره اډې جوړوي، اوس هغه وخت نه دى چې امريکا به د افغانستان د اشغال لپاره د پاکستان هرې غوښتنې ته د هو سر خوځاوه، اوس هم همغه پاکستان دى، خو کله چې امريکا پر افغانستان د پوځي شتون خيټه واچوله، له پاکسانه يې مخ واړاوه او د مرستو بندولو لپاره ورته يوه او بله پلمه ګوري.

امريکا له طالبانو سره د سولې په نوم خپلو پوځونو ته ځای ګوري، داسې ځای چې د افغانستان له بامه د منځنۍ اسيا ښکار وکړي. که په دې مسئله څوک ځان پوره پوهول غواړي، د تير کال په لومړيو کې دې د ټرمپ لخوا د افغانستان او منځنۍ اسيا لپاره له نوې پاليسۍ ځان خبر کړي.

اشرف غني لګيا دی په ارګ کې غونډې کوي او له طالبانو سره مذاکراتي ټيم ټاکي، کله يوه او کله بله څيره د مذاکراتو لپاره بدلوي. عمر داودزى به څه وکړي؟ څه يې په وس پوره دي او څه واک لري؟

امريکا په افغانستان کې تلپاتې سوله نه بلکې افغان ولس تلپاتې غلام او يا يې تل په هېواد کې د جګړې دوام غواړي، همدا اوس هم امريکا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره په افغان حکومت علاوه نورو خواوو باندې کار کوي، چې د طالبانو او بيلابيلو ګوندونو تر منځ د خپلمنځيو جګړو اور بل کړي، څو افغان ولس او طالبان دې ته اړ کړي چې د امريکا په خوښه سولې ته غاړه کيږدي.

د کمونستي نظام له نسکوريدا وروسته امريکا شپږ کاله د جهادي ګوندونو د خپل منځيو ډغرو سیل کاوه. افغان ولس يې د جهادي ګوندونو د مشرانو له کړونو او د هغوی له جهاده بيزاره کړ. امريکا هغه څه غواړي چې په افغانستان کې يې يو افغان هم منلو ته غاړه نږدي، خو د روان حالت په دوام به همدا افغانان، چې نن د امريکا په سوله باور نه لري، دې ته اړ کړي چې سره له بې باورۍ ورته غاړه کيږدي او امريکا د افغانستان له بامه په اسيا کې خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.

امريکا چې د سولې په نوم څه کوي، د جګړې په نوم يې هم کوي او چې د جګړې په نوم يې کوي په سوله کې يې تر هغې زيات کوي. افغانان يې د نا امنيو او له القاعده څخه د خطر په نوم رانيولي دي، خو سعودي عربستان يې د بشپړ امنيت په درلودلو سره له ايرانه ډاروي. امريکا عربي چارواکو ته وايي چې که د امريکا مرسته درسره نه وي، ماشومان به يې د عربي پر ځای په ښوونځيو کې فارسي ووايي، معنی دا چې ايران به پر سعودي قابض شي او دا امريکا ده چې د ايران مخه يې نيولې ده.

امريکا له افغاستانه په دې لاس نه اخلي چې د ميلياردونو ډالرو په لګښتونو يې خپل اهداف لا نه دي تر لاسه کړي او غواړي په افغانستان کې تلپاتې پوځي شتون ولري. هغه وخت به امريکا له افغانستانه لاس اخلي چې ټول افغان ولس لکه د روسانو پر خلاف چې راپورته شول، د امريکا پر خلاف هم راپورته او پوځونه يې د ګروموف په څير تيښتې ته اړ کړي.

لوی ټکي: افغانستانامريکاپاکستانجګړهسولهطالبانغني
مخکینې مطلب

د جوارو داسې ګټې چې ښايي ترې خبر نه یاست

بل مطلب

طالبان: افغانان نه تسلمېدونکي خلک دي، امريکا دې د افغانستان له دوزخه خپل عسکر وباسي

ځانګړي مطالب

خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com