یوناما: په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله خطرناکه او د اندېښنې وړ ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۰)
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر “یوناما“ وایي، د ولسي افغانانو مرګ ژوبله بې کچې زیاته شوې، چې دا موضوع د جدي اندیښنې وړ ده او باید په اړه یې لازم اجرأت وشي.
تیره ورځ د بشري حقوقو د نړیوالې ورځې په پلمه په کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د یوناما د ملکي وګړو د خوندیتوب استازو، دیني عالمانو او د حکومت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
غونډې ته د یوناما استازي “ریچار بېنټ“ وویل، د ولسي مرګ ژوبلې کچه خطرناک حد ته رسیدلې او ښایي له عاملینو سره یې یو وخت حساب وکړي.
دغه راز په غونډه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتلو ډلې مشر عزیز احمد تسل وویل، په دې وروستیو کې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې کچه په بیسارې توګه زیاته شوې، چې بې پرې ادارې او سازمانونه یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
غونډې ته د بشري حقونو د کمیسیون اجرایوي رئیس محمد موسی محمودي هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ د ملکي تلفاتو موضوع ځکه حساسه ده چې په ولسي افغانانو کې یې ویره خپره کړې، چې ټول ښکیل لوري یې باید په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي.
د حکومت په استازیتوب یادې غونډې ته د کابل د ګارنیزیون قومندان جنرال مراد علي مراد ورغلی و او نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ومنله چې د افغان او امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې ملکیان هدف ګرځول شوي دي.
د یوناما د تازه شمېرو له مخې په تېرو لسو کلونو کې (۸۸۸۸۲) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې لا هم دا لړۍ په خوځښت سره روانه ده.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په پکتیا، لوګر،غزني،هلمند، فراه،زابل ،ننګرهار او د هیواد په ګڼ شمیر ولایاتو کې د ملکي تلفاتو کچه زیاته شوې او په لوی لاس ولسي خلک هدف ګرځول شوي ،چې آن په یو شمیر سیمو کې یې خلک وسلوال پاڅون ته هم اړ ایستلي دي.



