افغان کارګر عرب هیوادونو ته استول کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۰)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، داسې یوه طرحه یې جوړه کړې چې په مټ به یې افغان کارګر وکولای شي د کسب او کار موندلو په خاطر په رسمي توګه عرب هیوادونو ته لار پیدا کړي.
وزارت وایي، اوسمهال یې یواځې له متحده عرب اماراتو سره تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې ۲۵۰۰ تنه افغان کارګران د راتلونکي کال په وري(حمل) میاشت کې دغه هیواد ته واستول شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي وايي، په دې برخه کې یې له سعودي عربستان سره هم خبرې پیل کړې او ډېر ژر به له دغه هیواد سره هم د افغان کارګرو د ورلېږلو تړون لاسلیک کړي.
وزارت دا اقدام داسې مهال پورته کوي چې په هیواد کې د بیکاره ځوانانو شمیر مخ پر زیاتیدو دی او د رسمي شمیرو تر مخه، اوسمهال ۱،۹ میلیونه د کار په شرایطو برابر افغانان بېکاره دي چې هرکال ۴۰۰ زره کسان پر دغه شمیر ور اضافه کیږي.
چارواکي وایي، دا ستراتیژي کولای شي په بهر کې د میشتو افغان کارګرانو شمیر او مسلکونه معلوم کړي او دغه راز به هغو افغانانو ته چې په بهر کې د نورو هیوادونو پر پاسپورتونو کار کوي؛د خپل هیواد پاسپورتونه وویشل شي.
د کارګرانو ټولنه له دې اقدام څخه هرکلی کوي ،خو وایي چې حکومت باید لومړی دغو هیوادونو ته ورتلونکي افغانان له نړیوالو معیارونو سره سم وروزي او بیا یې ور ولیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button