سبا د لاجوردو له لارې رسماً افغان توکي ترکیې ته لیږدول کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۱)

د لارجوردو پروژه چې پیل یې د پخواني ولسمشر حامدکرزي پرمهال شوی و،سبا یې پر مسیر له افغانستان څخه سوداګریز توکي بهر ته لیږدول کیږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، دا پروژه  سبا د پنجشنبې پر ورځ په ازمایښتي ډول افتتاح کوي، چې په مرسته به یې سوداګریز توکي لومړی ترکیې او بیا اروپایي هیوادونو ته ولیږدول شي.

لاجوردو لار

د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي، په استول کیدونکو توکو، کې د پنبې تار، کنجد، ممیز او نور مواد شامل دي چې د لومړي ځل لپاره به د ریل پټلۍ له لارې لومړی ترکیې او بیا به اروپایي هیوادونو ته و لېږدول شي.
قوقندي زیاتوي، تر دې وروسته به په دوامداره توګه دغه توکي د ریل پټلۍ له لارې یادو هیوادونو ته استول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button