د هند غوره ليګ راتلونکي پړاو کې اته افغان لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۱)

ټاکل شوې چې د هند د راتلونکي پړاو سياليو لپاره اته افغان لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي.

د هند د کرکټ د ۲۰۱۹م کال غوره ليګ بولۍ د روان کال د دسمبر مياشتې په اتلسمه نيټه ترسره کېږي چې پکې به (درې سوه شپږ څلوېښت) بهرني او داخلي لوبغاړي شامل وي.

هغه ليست چې تيره ورځ د هند د کرکټ غوره ليګ ای پي ايل پر ويپاڼه خپور شوی پکې د اتو افغان لوبغاړو (حضرت الله ځاځي، شفيق الله شفق، محمد شهزاد، ګلبدين نائب، سيد شيرزاد، ظاهر خان، قیس احمد، او کريم جنت) نومونه هم شامل دي.

تر دې مخکې د هند په غوره ليګ کې درې افغان لوبغاړي (راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن) لوبيدلي چې وار له مخه درېواړه خپلو پخوانيو لوبډلو يوځل بيا اخيستي دي.

راشد خان د هند په تير غوره لیګ سياليو ته د سنرايزر حيدراباد ډلې په (نوي ميليونه) هندۍ روپيو پيرلی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button