(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۴)
افغان ولسمشر اشرف غني وايي، لنډ مهالې سوله نه غواړي او هغه سوله ورته د منلو نه ده چې د افغان پوځ د رول تضمين پکې ونه شي.
اشرف غني دغه خبرې پرون ماښام د ځانګړو عملياتو قول اردو منسوبينو د تقدير په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
غني زياته کړه: “موږ د امنیتي خودکفایي په لور روان یوو او تر څو مې چې یو څاڅکی وینه هم په تن کې وي، نو مهالنۍ سوله نه منم. هغه سوله چې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ارزښتناک رول تضمین نه وي په کې شوی، هغه سوله موږ ته د منلو نه ده”.
دغه راز نوموړي وويل چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې ورځې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کالو لپاره مبارزه کوي او د مهالنۍ سولې نه بلکې هڅه يې دا ده چې روانه جګړه د تل لپاره حل او تل پاتې سوله راشي.
اشرف غني د اردو د بيا جوړولو په ځواب کې وويل، چې هيڅوک افغان پوځ نه شي پاشلی او پوځ به د هرې ورځې په تېرېدو لا پياوړی کېږي.
تر دې مخکې، د طالبانو د قطر دفتر پخواني مشر شير محمد عباس ستانکزي په يوه مرکه کې ويلي و چې د اړتيا وړ پوځ به جوړوي، چې په افغانستان کې سوله وي، دومره لوی پوځ ته ضرورت نه ليدل کېږي، اوس پر افغان پوځ د کال شپږ اووه ميليارده ډالره لګول کېږي، خو زمونږ هڅه به دا وي چې پوځ مو د خپلو داخلي عوايدو له خوا تمويل شي.


















