طالب به ملي اردو وي کنه ؟

لېکنه: سلطان محمد (ثاقب)
په دا څو ورځو کې سنتي او ټولنيزو رسنيو کې داسې لېکنې تر سترګو کيږي چې کله طالب د مذاکراتو له لورې کابل ته راشي؛ نو کابل کې موجوده ادارې او ملي اردو به منحله کړي او نوره اردو به جوړه کړي، د طالبانو دا خبره په ځينو ناپوه کسانو باندې بد اغيز وکړ. مګر حقيقت کې دا خلک له سياست څخه لرې پاتي دي.په دې اړوند لاندې درې خبرې د غور وړ دي.
(۱)- ننۍ اردو که نن ختمه نشي ؛نو سبا په خپله ختميږي؛ ځکه مزدور له بادار سره تر هغه مزدوري کوي چې بادار ورته د ورځي يا د مياشتي معاش ورکوي کله چې د بادار له خوا په مزدور باندې معاش بندشي، هلته بيا مزدور خپله ځي هيچا ته هم ضرورت نشته چې دا مزدور منحل کړي؛ نو طالبان دکابل اوسني مزدور عسکر نه منحل کوي بلکې په خپله به منحله شي. بل موجودې اردو چېرته او کله په افغانستان کې دړنديو بمبارويو پوښتنه وکړه. معلومه شوه چې دا مزدوره عسکر ده ملي اردو نه ده..
(۲)- طالب چې راځي له هغې اردو سره به راځي کومې اردو چې د وخت فرعون امريکا ماته کړه او د مذاکراتو مېز ته يې مجبوره کړه. هغه اردو به راځي چې له ايماني قوت سره په واسکټو، موټر بمو سمبال وي؛ هغه اردو به راځي چې د افغانستان پر خاوره او ولس چا زياتی کړی وي له هغو به بدله اخلي . نو طالب به کابل ته له خپلې پرمختللې اردو سره راځي؛ نو له دې سره دا سوال خپله حل شو چې تاسو به دا اردو په څه تجهيز کوی؟ موږ وايو په هغه څه به تجهيزه وي په کومو تجهيزاتو چې دا اتلس کاله کې سمباله وه.
(۳)- په روانو مذاکراتو کې د امريکا سور خط خبره دا دی چې طالبان به دا تضمين ور کوي چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيانو خصوصا د امريکا په خلاف نه استعماليږي. د امريکا له دې خبرې خپله معلومه شوه چې د امريکا له وتلو پس به کابل ته د طالبانو ملي اردو راځي؛ ځکه تضمين له هغه چا څخه اخيستل کيږي چې هغه يو مستقل حکومت وي. دا چې امريکا د کابل ادارې په موجود والي کې د طالب څخه تضمين اخلي دا د دې خبرې ښکاره بيلګه ده چې د کابل موجوده اجيره اوردو به منحل کيږي او پرځای به یې د طالبانو ملي اوردو راځي. دليک پای ومن الله التوفيق



