بهرني ځواکونه په ټولییز ډول له فراه ولایت نه ووتل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۷)

سیمیزې امنیتي سرچینې خبر ورکوي چې بهرني ځواکونه چې تر ډیره امریکایان په کې وو، په ناڅاپي توګه له فراه ولایت نه وتلي دي.
د فراه ولایت ځایي امنیتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د امریکایي ځواکونو وتل مني او زیاتوي چې د دوی سره په دې مورد هیڅ مشوره نه ده شوې.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم د دغو ځواکونو د وتلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې“ دغه ځواکونه تیره شپه پرفرعي لارو دلوی کاروان په شکل د هرات لورته تښتیدلي.“
نوموړی زیاتوي، دغه بهرنیان د دوی د مسلسلو توغندویزو بریدونو لاندې وو چې بالاخره وتلو ته مجبور شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ریا نویستي په نوم د روسیې یوه خبري اژانس د طالبانو د قطر دفتر د یو غړي مولوي عبدالسلام حنفي له قوله لیکلي؛امریکا د خبرو په روان بهیر کې ورسره ژمنه کړې چې چې د فبروري له پیل د اپریل میاشتې ترپایه پورې خپل نیمایي ځواکونه وباسي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان او عراق کې مو ۱۹ کاله جګړه وکړه، هلته مو ۷۰۰۰زره سرتیري و وژل شول ۵۲زره ټپیان شول ۷تریلیون ډالر مو خرڅ کړل، چې اوس باید دغې بې ګټې جګړې ته دپای ټکی کیښوودل شي

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button