فاریاب: د واورې او بارانونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۹)

د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي چې د سختو واورو او بارانونو له امله په خانچارباغ او قرمقول ولسوالیو کې تر ۱۵۰ ډیر کورونه او ودانۍ نړیدلې دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، د دغو اورښتونو په پایله کې د خلکو ۴۰۰ بوده مواشي هم وژل شوي او خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د سیمې اوسیدونکو دغه راز رسنیو ته ویلي، تیره شپه د قرمقول ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د سیلابونو له امله ۷۰ کورونه له منځه تللي او خلکو ته یې نور بیساري زیانونه هم اړولي دي.
د فاریاب له طبي پیښو سره د مبارزې رئیس
عبدالوهاب اکبري وایي، سیمې ته یې لومړنۍ مرستې رسولې او د ویش لړۍ یې پیل کړې خو د سیمې خلک دا ادعا نه مني او زیاتوي، تر اوسه  مرستې نه دي ورته رسیدلې او هیڅ کومې ادارې ورسره کومک نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button