(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۹)
د اسوشیتدپرس خبري اژانس خبر ورکړی چې په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاسي مشرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته، یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي له طالبانو سره لیدنه کړې.
آژانس د دغه چارواکي نوم نه دی په ډاګه کړی خو زیاته کړې یې ده چې نوموړي له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کړی دی.
طالبانو هم د دغې لیدنې په تړاو تر اوسه رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په وروستیو کې به د امریکا او طالبانو تر منځ دوهمه ناسته هم ترسره شي او پر یو لړ مهمو موضوعاتو به بحثونه وکړي


















