نن له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د ایستل کیدو ورځ ده
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۶)
شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې سرو لښکرو پر افغان خاوره خپل ناروا یرغل وکړ او خپل دغه یرغل ته یې لس کال دوام ورکړ چې په پای کې د افغانانو له مقاومت سره مخ او د مرغومي د میاشتې پر شپږویشتمه نیټه چې له نن ورځې سره سمون خوري، له افغانستان څخه وایستل شول.
د شوروي ځواکونو په لس کلن یرغل کې ، یو نیم ملیون افغانان شهیدان، په ملیونونو نور ژوبل او ملیونونه افغانان نورو هیوادونو ته کډوال شول.
دغه راز په دغه خونړۍ جګړه کې سلګونه زره افغانان بندیان او مفقود هم شول.
بالاخره دا جګړه د ۱۵ زرو شوروي ځواکونو په وژل کیدو او د کمونیزم په بشپړه ماتې پای ته ورسیده او د شوري زبر ځواک اتحاد هم دړې وړې شو.
طالبانو په یوه پیغام کې پر امریکا او متحدینو یې ژغ کړی چې له دې ورځې عبرت واخلي او مخکي تر دې چې د پخوانیو شورویانو په برخلیک اخته شي د افغانستان اشغال ته خاتمه ورکړي.
طالبانو ویلي،



