علماء او سياست /درېيمه برخه

ليکنه : عزيزالله « سالک »

 علما‌ء او واکداران صالح جوړيدل

دخلکواصلاح دعلماوواوواکمنوپه اصلاح پوري تړلې دی، اوهمداراز يې ددوى بي لارې کيدل هم دعلماوواوحکامو په فساد پوري اړه لري ، ځکه خو پيغمبر صلی الله عليه وسلم وايې (صنفان من الناس اذا صلحا صلح الناس واذا افسدا فسدالناس :العلماء والامراژ‎ء.(۱)

ژباړه : دوه ډوله داسې خلک دي، که دوى نيکان شي او صالح شي نوټول خلک به نیکان شي اوکه  دوى فاسد اوبي لارې شي نو ټول خلک به بي لارې شي :هغه علماء اوواکمن دي .اوداهغه څه دي چې په عملې ډول په هره زمانه او په هرهيواد او ښارکې ليدل شوي دي، ځکه چې خلک په دوه ډلګيو ويشل شوي دي: يوهغه خلک دي  چې دعلماوو تګلاره یې خپله کړي اوپه هر شي کې دهغوى تابعداري کوي اوددوى نه ډير اغيزمن دي، اودالله پاک په بندګي او دده په عبادت کولو کې اودرسول r په تابعداري کې يې د دوى په پله قدم ايښئ اوپه ځانګړې توګه داسلامي احکامو په پلې کولوکې ورسره کلک ولاړوي دبلګي په ډول دکفارو سره په جګړه کولو او دناوړه (منکر)کارونو په مخه نيولو کې ورسره لويه ونډه اخلي بي شک  دداسې ښو کارونو ګټه او  ښګينه ټوله امت ته رسيږي نو پدې سره دخلکو اصلاح منځ ته راځي .

اوبله ډله هغه ده کومه چې دپاچایانو تابع دي که واکمن صالحان وي نو خلک ددوى دحساب اوکتاب اود دوى جزاګانو څخه ويريږي او دا انګيري که چيرته په ټولنه کې ناوړه کارونه او په چا ظلم اويا کوم بې لارېتو ب وکړي، نودحاکم قانو ن برابر به بدله مومي نو ټول خلک به هغه کارونه کوي په کومو یې چې امر کړي وي،لکه تابعداري کول ،اوښه کارونه کول ،اودخلکو ترمنځ ښه سلو ک کول ،لنډه داچې پدي سره هم دخلکو اصلاح  رامنځ ته کیږي .

اوکه په بل عبارت سره ووايو چې خلک د دوو کسانو پيروان دي : يو هغه سړى دي چې عالم يې دځان لپاره مشر اولارښودپه صفت منلى وي  ځکه ده عالم ليدلى وي ،چې پاک زړه،ښايسته سيرة،اوښکلواخلاقو خاوند دي ،عدل خوښوي دظلم نه يې بد راځي ،او په هر ځاى کې حق وايي اګر که په خپل ځان هم وي ،اودخپل سياسي فکر په مټ دظالمانو مخه نيسي اوبي دينه خلکو ته دخپل قوي علم په ځواک دشرعي احکاموسره سم ځواب ورکوي ،اوکه يوظالم واکمن څخه ظلم ښکاره کيدل ووينې نو ډير په چټکتيا سره دهغه مخه ته دريږي ،نو دده دوړتیا اونيکو اخلاقو له کبله په خلکو کې هم اصلاح راځي .

اوبل هغه سړى دي چې دمتقي اومؤمن پاچا تابع وي ، هغه چې په شپه کې دخپل رب عبادت کوي اودورځي پرمخ قاضي وي او درعيت په چوپړ کې وي ،اسلام لپاره يو ساتونکی شميرل کيږي ،او داسلام شعائرو په سپکاوي سره غوصه کيږي ،اوپه پاتيکيدوسره يې خواشنى کيږي ،اوعدل په پيلي کيدو سره خوښيږي ،او ظلم په کيدو  سره اګرکه درعيت په يوکس باندي هم وي خفه کيږي ،ځکه دايې مسئول دی اودده څخه به پوښتنه کيږي .

(کلکم راع وکلکم مسئوول عن رعيته .فالامام راع وهو مسئول عن رعيته )[۲]

هريودتاسي نه شپونکی دي، اوهریونه به دخپل مسئولیت پوښته کيږي ،امام اوپاچانه به هم دخپلو وګړو په اړه پوښتنه کيږي .

اودمسلمانانو سپين ږيري خپل پلاران ګڼي ،اوځونان يې خپل وروڼه او وړوکي يې زامن شميري ،نو پدي سره هم دخلکو اصلاح کيږي .

اوکه چيرته دغه دوه ډوله خلک‌ په هغه صفت باندي نه وو په کومو اوصافو چې مونږ د دوى ستاينه وکړه ،دبیلګې په ډول که يو حاکم فاسد اوبدکاره اوپه خلکوکې بدکاري خپره وي اوظلم يې عادت ګرځيدلى وي او اجنډا يې کفر وي،اودخلکو په شتمنيو اومالونو  خواندونه حاصلوي، اوپه خپلو شهرتونو کې يې مصرفوي، اودخلکو وژنه دځان لپاره يوصفت ګڼي ،اوالله پاک له لورې حرام شيان حلال اوحرام يې حلال شميري ،اودخپل وګړو اوهيواد پرمختګ داسلام پرته بولي ،او دده قوانين داسلام قوانينو سره کوم اړخ نه لګوي ،اوعدل نه بې زاره وي، اوخپل زندانونه يې دخلکو سکنجو اوويرولو لپاره پرانستلي وي .

اوپه همداسې وخت کي علماء  خپله چوپتيا يوه مرتبه ګڼې ،اودهغه مخ ته دريدل خو لوی کارګڼي ، اونه هغه ته نصحيت کوي اونه دده په مقابل کې کومه خبره کوي ،اوځان خلاصون لپاره ډول ډول باني اوعذرونه لټوي ،اودقرآن په اياتون اواحاديثو په بیلابیلو تاويلاتو باندي خپل دليل نيسي ،آن په کومو اياتونو کې چې جهادته د تيزيدوحکم شوى وي ،دجهادنه دپاتي کيدو دليل نيسي ،اوجهاددځان لپاره يو هلاکت شميري ،لکه پدې قول دالله تعالى [وَلااَتُلْقُوْا بِاَيْدِيْکُمْ اِلَى التَهْلُکَةِ]]البقرْْة(١٩٥)

اوپه خپل  لاس ځان په هلاکت کې مه غورځوئ.

نودلته دتهلکه نه مراد هغه بخل دي چې الله پاک په لاره کې يې نه خرڅ کوي ،اوهغه سستي ترينه مراد ده چې جهادنه دپاتي کيدو لامل ګرځي ،او په داسې وخت کې چې دالله پاک احکامات ماتيږي، دى خپله چوپتيا حکمت اوسياست ګڼي اويوه پښه يې په بله اړولي اويولاس په بل وهي اووايي چې داصلاح څه لاره نشته اوددې پرمخ ودريدل ډيرګران کار دي (پرداسې خلکو افسوس افسوس)

اوکه کوم وخت دعلماوو اوحکامو حالت دغي کچي ته ورسيده په کومو ټکو چې مونږ دهغوى نخوالې بيان کړه ،اوهمدې حالت ته زمونږ په اسلامي هيوادونوکې رسيدلى هم دى نو پدې  وخت په هرهغه چا لازم دي چې دده سره لږغوندي علم ،اوتقوا ،اودينداري شتون ولري ،چې ددوى په مقابل کې ودريږي اودحق غږونه پورته کړي اګر که دى يواځي هم وي .]کُلُّ نَفْسٍ بِمَاکَسَبَتْ رَهِيْنةٌ[(٨٣لمدثر) (هرکس په خپلوکړو کې ګرودي) اوپه نورو مسلمانانو هم لازم چې دده مرسته او ملاتړ وکړي او دغه ايات کريمه سترګو ته ودرو ي ]اَلذِيْنَ قَالَ لَهُمُ الناسُ اِنَََّ النَاسَ قَدْجَمَعُوْا لَکُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادُ هُمْ اِيْمَانًاوَقَالُوْ ا حَسْبُنَااللهُ وَنِعْمَ الْوَکِيْلُ [(١٧٣ال عمران)

(داهغه کسان دي چې خلکو ورته وويل: بي شکه ډير خلک درته راټول شوي نو وډارشئ ترې، خودې خبري دهغوى ايمان لازيات کړ او ويل به يې  الله موبس دي اوهغه ښه کار جوړونکى دي.)

اوبل پلوته فساد خپلې منګولې په ځمکه کې ټينګي کړي اوپه ډول ډول شکلونو اورنګو نو دځمکي پرمخ راروان دي دمثال په ډول دواکمنو له لورې فساد ،اداري فساد،دټولنې په ذهن اوفکر کې فساد ،اوعامې معاشري په تصوراتو کې فساد ،اودادټولو حکامو ترنظراوڅارنې لاندې ترسره کيږي اوآن چې دايو نيک کار هم شميري .

مونږ ځينې علماء وینو چې صرف دلمونځونو په اداکولو سره خپله بسنه کوي، اوکه کله په کوم محفل کې څه وينا پيل کړي نوهغې سره دخلکو زړونو دژوندي کيدلو پرځاى مړه کيږي ،اوهغه تکراري خبري کوي کومې چې خلکو څوڅو ځله اوريدلي وي ،اوياهغه خبرې دغونډي سره هيڅ اړخ نه لګوي ،اودنظام فساداوناخوالي بيانول اويا دواکمنو کړنلاره خلکو ته څرګنده ول خو دويري نه هم نشي بيانوى ،اوهغه فسادونه چې دخلکو په فکرونو کې دي دفاسقينو لامله يوه خبره هم نشي ورته کولای.   

اوځينې هغه چې په راډيوګانو اوممبرونو باندي ولکه لري هغه شپه اوروځ دپاچا اوهغه کړنلارو ستاسينه کوي ،اوټول خير ښيګينه هغه لورته منسوبه وي ،اوځينې خو لاداسلام په نصوص کې غلط تاويلونه هم کوي، څودپاچا فاسده کړنلاره اوهغه قوانين خلکوته دشريعت موافق وروپيژني،اوډيرځلي مو اوريدلي چې دنصوص په تاويل سره داشتراکيت اوډيمکراسي تائيد اوملاتړ کړی،څودعوامو خلکوفکرونو  ته داخبره  ورپيچکاري کړي چې اشتراکيت داسلام سره په ټکر کې نه دي بلکي موافق دي ،اوسره له دينه اشتراکيت اوډيمکراسيت هغه فاسد نظامونه دي،چې داسلام دين څخه وتلي دي

اوځينې بيا هغه دي چې په مونږ ليدلي دي ،اوريدلي موهم دي چې په خپلوپښوباندي واکدارانو ماڼيو ته ځي ،څوهلته خپل نو مونه ددوى په ورکړې په رجسټرونو کې درج کړي ،اوپه هر موقعه دوى خپل معاش اوخپله تنخوا ترلاسه کړي ،نودغه علماءسوء اوبې لارې خطيبان دي کومو چې دحکامو دروغو ته رښتيا ويلي ،اوهغوى سره يې په ظلم کې  مرسته کړي ،اودهغوى بده کړنلاره خلکوته ښه ورپيژندلي دي ، داهغه حکام دي چې رسول الله r  مونږد هغو‌ى ملګرتيا څخه ويرويلې يو(قال عليه السلام سيکون امراء فسقة جورة فمن صدقهم بکذبهم اعانهم على ظلمهم فليس مني ليست منه لن يرد على الحوض))[۳]

[۱]رواه اّبونعيم في الحليه :والتبريزي في مشکوة المصابيع(205والمتقي الهندي في کنزالعمال (14708)(29007).

[۲] اخرجه البحاري في الجمعه باب(11) وفي الجنائز (باب 32)

[۳] اخرجه الترمذي في الجمعة (باب79)وفي الفتن (باب72)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button