د داعش غړي رښتیا بمباریږي؟

ليکوال: هېواد « خوږیاڼی »
په روانه اوونۍ کې د ننګرهار امنیتي چارواکو څو ځله ادعا وکړه، چې په اچین کې یې د داعش غړي په مخامخ جګړه کې وژلي او یا یې بمبار کړي دي. په اچین کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې اردو، سرحدي پولیس، اربکیان او ملي پولیس د داعش پرضد د عملیاتو او وخت ناوخت داعش ته د ډېرې مرګ ــ ژوبلې د وراړولو خبرونه ورکوي؛ خو تر اوسه په اچین کې نه د داعش زور کمزوری شو او نه یې ځايي خلک له ظلم او وحشت څخه وژغورل شول.
د اچین زیاتو اوسېدونکو خپل کورونه غني خېلو، جلال اباد ښار او نورو ولسوالیو ته کډه کړي او د اچین په زیاتو سیمو کې اوس تش کورونه پاتې دي او مالونه یې داعشیانو له ځانونو سره غنمیت(!) له پولې اړولي دي.
د اچین اوسېدونکي وايي، داعشیانو یې له کورونو څاروي، د کور لوښي او نور اړین توکي هم له ځانونو سره وړي دي او دوی ته یې تش دېوالونه پرېښي دي. د اچین ولسوال حاجي غالب هم وخت ناوخت رسنیو کې راښکاره کېږي او هر ځل ژمنه کوي، چې په ډېر لنډ وخت کې به اچین کې حالت عادي کړي او ځايي خلک به بېرته عادي ژوند ته راوګرځوي؛ خو موږ ګورو چې تراوسه نه حالت عادي شو، نه له اچین څخه داعش وویستل شو، نه یې پرضد پرېکنده ګام پورته شو او نه دولت د اوږد مهاله عملیاتو کولو وویل.
دوه اونۍ مخکې داسې اوازې خپرې شوې، چې د سره رود په تورغر سیمه کې سپینو الوتکو مخ پټي وسله وال ښکته کړي او الوتکې بېرته ژر پورته شوي دي. په تورغر کې د مخ پټو وسله والو د ښکته خبرونه د ننګرهار والي سلیم کندوزي او د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال هم تایید کړل او ډاډ یې ورکړ، چې په اړوند موضوع به څېړنه کوي او معلومات به یې رسنیو سره شریکوي، خو د دوه اوونیو په تېرېدو نه څېړنه وشوه او نه یې معلومات له رسنیو سره شریک شول.
په ننګرهار کې داعش وروــ ورو خپل حضور له شینوارو نورو ولسوالیو ته غځوي او یوه ورځ به په ټولو ولسوالیو کې خپل حضور ښکاره کړي. نږدې درې اوونۍ مخکې د چپلیار په ولسوالۍ کې طالبانو او داعش ترمنځ سخته جګړه وشوه، چې د داعش مرستې ته ملي اردو، پولیس او امریکايي الوتکې هم راورسېدې، چې بمبار یې پر داعش نه، بلکې په طالبانو وکړ او د طالبانو دوه موټر یې په نښه کړل.
اوس په چپلیار کې داعشیان له تورو، تبرګیو او وسلو سره ښکاره ګرځي؛ خو د اردو، پولیسو او اربکیانو وسلې په داعش ډز نه کوي، ځکه دواړه د طالبانو پرضد د یوه بل همکاري کوي او که په هره خوا جګړه زوروره شي، نو بله ډله یې مرستې ته وردانګي.
د چپلیار په څنګ کې د خوږیاڼیو ولسوالي ده. د خوږیاڼيو ولسوالۍ د مرکز«کږې» څخه پرته نوره ټوله د طالبانو په لاس کې ده او د داعش راتلونکي ګوزار به په دې ولسوالۍ وي. اته میاشتې مخکې هم په خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې د وزیرو، وډیسار او نورو سیمو نه یې په هماغه اولو ورځو کې وویستل او د خوږیاڼیو خلک یې د داعش ظلم او وحشت ته پرېنښودل.داعشیان به دا ځل خپل غچ د خوږیاڼیو له خلکو څخه اخلي؛ خو په خوږیاڼیو کې یې بریالي کېدل داسې خیال دی، چې په حقیقت به هېڅکله بدل نشي.
د ننګرهار اوسېدونکي اوس په دې پوهېږي، چې داعش څوک او څه کاره دي؟ ځکه ددوی ظلمونه یې په اچین، چپلیار، کوټ، بټي کوټ او نورو سیمو کې ولیدل، چې ځايي خلکو باندې یې هېڅ ډول زړه سوی ونه کړ او سپین ږیري بې ګناه ولسي وګړي یې پر بمونو کېنول.
د ننګرهار چارواکي دې نور خلک په بېلابېلو پلمو نه غولوي او خلکو ته دې داعش تور مخ سپین کړي، کنه ولسي وګړي به یوه نه یوه ورځ د داعش پرضد عمومي پاڅون وکړي، چې بیا به یې ارامول نه د کابل د چارواکو د وسې پوره وي او نه د ننګرهار د داعش ملاتړو چارواکو.

