د وطن زخمونه به ګنډمه

دروېش « درانی »

سره زخمونه په مثال د سرو غالبُوزو
په فضا كي د وطن دي را الوتي
د وګړو په بدن پورې دي نښتي
انسانان دي لېونو غوندې په منډه
هر طرف ته فريادونه دي، ژړا ده
په وطن كې مو د جنګ داسې بلا ده
چې نه سترګه ، نه يې غوږ، نه يې سپږمه شته
ټول بدن يې دی غاښونه او غاښونه
سر تر نوكه يې وجود دی ژامي ژامي
روغې ونې او ښاخونه خوري بې درېغه 
د كورونو دېوالونه خوري بې درېغه
د وګړو اندامونه خوري بې درېغه
دا خوراك به وركوو تر كومه وخته
دا بلا به زياتي باسو له وطنه
دا وطن به يو ځل بيا ودانول وي
څيري څيري دېوالونه ګنډل غواړي
هم شړۍ او هم شالونه ګنډل غواړي
خو دا كار لري لالېه ډېري ستونزي
دا په دا چي موږ له لاسه دي وركړي
دومره سترګي، دومره پښې، دومره سرونه
چي حساب ئې وهيچا ته معلوم نه دی
په دې ورځو كي به كار له سپما اخلو
اندامونه له دې قامه سره لږ دي
روغ بدن وهر سړي ته نهْ رسېږي
په يوه پوست كي به دوه تنه اوسيږو
په يوه خله به څلور كوو  خبرې
دايووخت دی،داسي وخت دی،پر موږباندې
چې تا دواړې پښې بايللي دي په جنګ كې
زهْ هم نهْ لرم په تن پورى لاسونه
په يوازې سر نه ته شې څه كولاى
او نه زه د څهْ كولو وس لرمه
زه چې دواړه يو وجود او يو بدن شو
ته زما په پښو روان شه خپل منزل ته
زهْ به ستا په لاس غلمينه ډوډۍ خورمه
زهْ به ستا په لاس سپڼسی او ستن را وا خلم
څيري څيري  دېوالونه به ګنډمه
دا مثال به ټول اولس ته يو مثال شي
ټول وګړي به نزدې شي و يو بل ته
ړوند به لاره د كاڼه په سترګو ويني
كوڼ به اوري د ړانده په غوږ سندره
په شريكه به وطن ودانول وي
كروندې به زياتي نهْ پرېږدو بې كښته
اندامونه به كرو په كړه كړه
دايووخت دی ،داسي وخت دیچي موږوينو
د قميص لستوڼي دوه وي خو لاس يو وي
دوې مو چڼي انتظار وي يوې پښې ته
دا كمَی پوره كول غواړي په ګډه
زياتي نه كوو له دغه كاره ډډه
لا تر كومه به په وينو وي ككړه
د غنمو په بوى خپله فضا مينځو
سر تر پايه به وطن په رڼا مينځو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button