بادغیس : جوند ولسوالۍ کې پر یتیمې نه کلنې ماشومې پولیسو ډلیز جنسي تېری کړی

(کابل ټکی کام : چار شنبه، مرغومی ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل):
بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ اړوند د پیراجي سیمه کې ۱۱ تنو پولیسو او خپلسرو وسله والو په ګډه پر یوې یتيمې نه کلنۍ ماشومې ډلیز جنسي تیری کړی .
د جوند ولسوالۍ د ولایتي شورای غړی فرید احمد اخي دغه پېښه تائیدوي او وايي چې دغه ډلیز جنسي تیری په یوې نه کلنې ماشومې ۱۱ ورځې مخکې ترسره شوی وه چې، ۷ تنه يې سیمیز خپلسري وسلوال او ۴ تنه يې د جوند ولسوالۍ د امنیې قوممندانۍ مربوطه پولیس دي .
فرید احمداخي دغه راز وویل چې دغه یتیمه انجلۍ ورونه نه لري له جنسي تېري وروسته دسيمه ييزو خپلسرو وسله والو له لوري يې يوه ته د ۷۵۰ زره افغانيو په بدل کې نکاح کړې شوې ده.
د انجلۍ مور او انا د بادغیس مرکز ته ورغلي او ولایتي شورا او امنیه قومندانۍ ته یې شکایت کړی او یاده ماشومه د سیمې د یوه ځایي ډاګټر تر درملنې لاندې ده .
باید وویل شي چې څو میاشتې وړاندې هم په لغمان او سمنګان کې د ځایي پولیسو له لوري په کم عمره هلکانو او انجنو جنسي تېري ترسره شوي وه او قضیې يې اړوند محکموته استول شوي خو تراوسه پرې هېڅ هم نه دي شوي .
سلیم بریال



