ليکنه: انجنیر عمیر ویاړ
رسول الله ﷺ فرمایلي دی:
ټول مسلمانان یو بل سره داسې دي لکه یو بدن، او چې کله د بدن یو غړی په درد شي نو ټول بدن هم درد کوي او هم یې تبه نیسي.
معاصر مسلمانان باید ځان کې دا صفت پیدا کړی او خپلو ګریوانونو کې سر ټیټ کړي چې په دې اړه څومره په افراط او تفریط کې ژوند کوي، متاسفانه چې کفار په رڼو سترګو وینو چې دغه صفات یې په ځانونو کې عملا پیدا کړی دی، په ځانګړي ډول په معاصره زمانه کی، د بیلګې په توګه کله چې په فلسطین کې مسلمانان کوم یهودی په څه جرم ونیسي او بندي یې کړی نو یهودیان د مسلمانان ټوله سیمه کلابنده کړي او تر هغې محاصره نه ماتوي چې تر څو د کلي ټول خلک له لوږې سره مخ شوي نه وي. برېښنا هم پرې قطع کړي او برسیره پر دې یو زیات شمېر مسلمانان هم ترې ونیسي او د کفارو ټولې رسنۍ په شدت سره موضوع شرق او غرب ته پورته کړي، ټول مسلمانان تورن او بدنام کړي، دا ټول د یوه یهودي په سر.
حال دا چې یهودان هم هر وخت په سلګونو بېګناه مسلمانان هره ورځ نیسي او بندي کوي زندانونه ترې ډکوي، آن ماشومان، ښځینه او عمر خوړلي سپین ږیري، بې عزته کوي او تر سختو شکنجو لاندې یې نیسي، خو نن سبا ګورو چې پر مسلمانانو هر ډول ناروا او مظالم صورت نیسي نو مسلمانان یې په پلوۍ هېڅ ډول حرکت نه کوي، ته به وایې چې هیڅ هم ندي شوي، څومره مسلمانان ولیدل شول چې ونیول شول، غوږونه یې پرې وتړل شول، سترګې، پوزې، خولې یې پرې وتړل شوې، لاسونه او پښې یې په ډېر شنیع ډول وتړل شوې او په داسې شکل سره له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدول شول چې بشریت پرې شرمیږي.
خو برعکس کله چې له دوی نه یو جنګي جنایتکار ونیول شي نو ټول په ګډه هم ګواښونه کوي، هم بمبار کوي او هم چې څه یې په توان کې وي ترسره کوي.
حال دا چې رسول الله ص فرمایي چې که یو مسلمان د بل مسلمان په سخته کې مرسته وکړي الله به له ده سره هم په دنیا او هم په قیامت کې ورته مرسته وکړي.
دا په اسلام کې یو ستر اصل دی، مسلمان باید د بل مسلمان حالت ته وګوري، چې څه اړتیاوې لري ورپوره یې کړي، کله چې هغه له یوه کاره عاجز وي، فقیر وي، مریض وي او یا داسې نور، که په دغه وخت کې الله تعالی ته خپل لاسونه لپه کړي نو الله به یې دعا هم قبوله کړي، خو هغه مسلمان چې یوازې د خپل ځان په غم وي، د بل مسلمان په کیسه کې نه وي، نه یې اړتیاوو ته نظر اچوي او نور څه ته بس انانیت پرې غالب شوی وي نو د داسې مسلمان نه به اسلامي امت څه تمه ولري؟
حال دا چې رسول الله ص دا هم فرمایلي دي چی که چا د یو مسلمان نه یو مصیبت او غم لرې کړ الله به د قیامت په ورځ له ده نه د قیامت غم لرې کړي، همدا راز که چا د یوه مسلمان پرعیب پرده واچوله خدای تعالی به یې د قیامت په ورځ په عیبونو پرده واچوي، ځکه هر انسان سهوه کیږي او ګناه او غلطي ترې حتماً کیږي.
یو عالم وايي هر انسان د الله په پرده کې اوسي که الله تعالی له چا خپله پرده پورته کړه رسوا به شي.
ځینې خلک به مو لیدلي وي چې د انټرنټ له لارې له یو چا نه ځانګړي انځورونه یا ویډیوګانې تر لاسه کوي بیا یې په شرمولو ګواښي او یا ورڅخه د پیسو غوښتنه کوي. خو چې څوک مسلمان وي هیڅکله داسې کار نه کوي او نه د بل مسلمان په سهوه او غلطۍ خوشحالیږي، بلکې پرده پرې اچوي او نصیحت ورته کوي.
حال دا چې رسول الله ص فرمایلي دي چې که چا د بل د سپکاوي هڅه وکړه خدای تعالی به یې آن د کور په مینځ کې سپک کړي.

















