تخار:  ترافیکي پیښه کې د شپون په ګډون لسګونه میږې وژل شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)

د تخار ولایت ځایي چارواکي وایي،  تېره شپه ناوخته د مرکز تالقانو پول په سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې ګڼ پسونه له منځه تللي دي.

د دغه ولایت  د والي وياند جواد هجري وایي،  پیښه هغه مهال رامنځته شوه ، کله چې یو ۳۰۳ بس موټر په یاده سیمه کې د کوچیانو پر رمه ور برابر شو،  چې له کبله یې٩٢ مېږې او پسونه  مړه شوي دي.
نوموړی زیاتوي،  په دغه پیښه کې شپون هم وژل شوی او موټر چلوونکی  د پوليسو له خوا نيول شوى دی چې اوسمهال ترې  څېړنې پيل شوې دي.

یو شمیرخلک نیوکه کوي چې دا ډول پیښې تر ډیره د موټروانانو د ګړندي تګ له امله رامنځته کیږي،  خو ځینې نور بیا په دغه ډول پیښو کې کوچیان او د رمو خاوندان هم ملامت بولي او زیاتوي ډېرى وخت رمې د سړک پر سر روان وي چې تر ډیره د دغه ډول پیښو سبب ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button