سرور دانش:  د قطر غونډې ته مو هیلې زیاتې دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۷)

د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش وایي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته زیات خوشبینه دی او هیله یې دا ده چې طالبان به تر دې خبرو وروسته له حکومت سره د یوه رسمي طرف په توګه خبرو ته اماده شي.

دانش دا خبرې د هالنډ هیواد له سفیر “ اِرنست نارمن“ سره په یوه ناسته کې کړې او زیاته کړې یې ده چې د سولې مذاکرات یو پیچلی پړاو لري او هیلې شته چې مثبتې نتیجې به ولري.
دانش زیاته کړه،  سولې ته خوشاله یو،  خو په هیڅ قیمت به  اتلس کلنې لاسته راوړنې چې د ښځو او بیان آزادي یې مهمې هغه دي،  له لاسه ورنه کړو.

د هالنډ سفیر هم د دغو مذاکراتو له پیلیدو خوښي ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دوی د افغانانو په مالکیت له خبرو ټینګ ملاتړ کوي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په مذاکراتو کې د ملا عبدالغني برادر ونډه ښه ګام بللی او هر کلی یې کړی دی .
کرزي ویلي،  د برادر تر څار لاندې مذاکرات به بریالۍ نتیجې ولري او هیله ده چې افغانان ژر تر ژره د یوه ښه زیري ژغ واوري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button