بدخشان : کشم کې طالبانو قومندان ذاکر له ۸ ملګرو سره د مائن په مټ وژلي

(کابل ټکی کام : چار شنبه، مرغومی ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل):
له بدخشان ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې راغلي دي، چې نن کشم ولسوالۍ کې د اربکیو نوموتی قومندان ذاکر او ۱۱ اربکي عسکر د طالبانو د مائن ښکار شول.
طالب ویاندوي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي ایمیل کې ويلي دي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د بدخشان ولایت کشم ولسوالۍ اړوند د سرتنګي په سیمه کې د شریرو اربکیانود مهم اوظالم قومندان (ذکر) په دوه رینجرموټرو د مجاهدینو له لوري د ځای په ځای شویو ماینونو چاودني ترسره شوي.
مجاهد وايي په یادو چاودنوکې ۲عرادې رینجر په بشپړه توګه ویجاړ، د نوموړي قومندان په ګډون ۷ تنه اربکیان قتل، ۴ نور مرګوني ژوبل شوي دي .
د یادونې وړ ده چې قومندان ذاکر د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند د عاشقانو د سیمې اوسیدونکی وه او په سیمه کې يې د عامو خلکو ځورولو او وهلو ټکولو خاص شهرت درلود .
سلیم بریال



