د شوراب بريد يرغلګرو ته څرګند پيغام.!

لیکوال:م.جمیل باور

نژدې دوه لسيزې وشوې، چې يرغلګرو امريکايانو او متحدينو يې زموږ ګران هيواد اشغال کړی دی، او پر افغان مظلوم ملت يې له هر ډول وحشت څخه کار اخيستی دی.

افغان ملت هر وخت د اشغال په وړاندې د خپل عادت سره سم په کلکه مبارزه کړې او هغوی ته يې ثابته کړې چې ددې خاورې نيول ناشونی کار دی.

د اشغالګرو له لوري د نژدې دوه لسيزيزې سختو نظامي هلو ځلو وروسته الحمدلله! د اسلامي امارت مورال په نظامي، سياسي او مطبوعاتي ډګرونو کې لوړ دی او دښمن له پريمانه نظامي، افرادي او مطبوعاتي امکاناتوسره سره ناکام او ماته خوړلی ښکاري.

اوس چې مغروره امریکا د ماتې په درشل ولاړه ده او له دې سختې جګړې د ځان ايستلو لارې ګوري، له اسلامي امارت سره يې په همدې موخه خبرې شروع کړی، چې د قطر هيواد پلازمينه دوحه کې د پنځم پړاو خبرې همدا اوس روانې دي.

اسلامي امارت په خورا تدبير د اشغال د خاتمې په هدف له سياسي لارو چارو سره هم مهاله نظامي مبارزه هم پرمخ وړي، چې تر ټولو لوی بريد يې د هلمند ولايت د شوراب پر پوځي کيمپ اتلوال تندريز بريد و، چې د اشغالګرو امريکانو په ګډون په کې ۲۲۰ نظاميان ووژل شول لسګونه ټانکونه، نظامي وسایط اوالوتکې تخریب شوی.

په دې بريد سره اسلامي امارت اشغالګرو ته يو څرګند پيغام ورکړ، چې افغان ملت په هر قيمت خپله خاوره د اشغال له کرغيړنو منګلو ازادوي.

او دغه راز ياد اتلوال بريد په نظامي برخه کې پر اشغالګرو د فشار سره يوځای په سياسي برخه کې هم د اسلامي امارت دريځ پياوړی کوي، او د خبرو پر ميز يې مورال ته قوت ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button