شوراب

هبة الله منتقم

یو ځل ښوراب کې امريکا ره خبره کوو

بيا بله ناسته په په دفتر کې له قطره کوو

څه موده وشوه بمباري او چاپې زياتې شولې

دغه پوښتنه به نږدې له زوروره کوو

يو يرغلګر هم نه پرېږدو ټرمپه دا بيا هم واوره

دا مو دريځ دا فيصله مونږه اکثره کوو

جهان له تا سره ولاړ بيا هم شوې درې وړې

وګوره ستا خلاف جګړه مونږ څو نفره کوو

اوس تورو غرو کې يم پلارجانه درتلی نشم کورته

چې سوله راشي ملاقات به د زړه سره کوو

هبة الله منتقم وايم له جنګه ستړي نه يو

مونږ افغانان کرکه نفرت له اشغالګره کوو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button