لیکوال: عبد الله احمدي
که موږ په غور او دقت سره د طالبانو او امریکایانو د خبرو دوو مهمو ټکو چې د بهرنيو ځواکونو وتل او له افغانستان څخه د نړۍ شیطانانو یا هم غربي هیوادونو ته ګواښ نه پېښېدل دي؛ کتنه وکړو نو بې له شکه چې دغه سوله یا هم ډیالوګ د مؤمنو افغانانو لپاره لویه او عظیمه سوبه ده، ځکه تر دغه د مخه امریکایانو د طالبانو په وجود هیڅ اقرار او اعتراف نه کاوه بلکې د امریکایانو هدف او مقصد دا و چې د طالبانو شان او شوکت، عزت او حیثیت ورک کړي او له منځه یې یوسي او د داسې ورځې په انتظار ؤ چې په هغه کې د طالبانو انتهاء او ختمېدل وویني، امریکایانو په خپل ټول نظامي قوت او طاقت د افغانستان اسلامي نظام د ختمولو اراده او قصد کړی وو، امریکایانو هیڅ نه غوښتل چې طالبانو د اسلامي نظام د امنیت، سوکالي او پرمختګ څخه دې نور اسلامي هیوادونه او د هغو هېوادونو مسلمانان مستفید او خبر شي ځکه چې دوی د نړۍ د حاکمیت او مشرتوب دعوه درلوده، یوازنی خنډ د دوی د دې ریاست په وړاندې د طالبانو نظام کېدای شوای نو ځکه یې له ټولو ممکنه لارو څخه د هغوی د نظام په ختمولو دریغ ونه کړ.
خو اوس چې د دوی له طرفه سولې ته رجوع او د افغان امریکایي جګړې یا په بل عبارت د صلیب او هلال د جګړې د ختمولو اراده ولیدل شوه او عملاً یې د خبرو له لارې کوششونه پیل کړل او حاضر شول چې دا په حقېقت کې د مسلمانانو بالخصوص د طالبانو پر قوت اقرار او اعتراف دی او د دې مانا دا ده چې امریکایانو جګړه بایللې او د طالبانو د مقابلې څخه عاجزه شوي او طالبان یې په رسمیت وپېژندل چې په دې سره به طالبان د خپل هیواد استقلاليت حاصل کړي او یو ځل بیا به اسلامي نظام په وجود راولي چې دا وار به یې په مخکې د تېر په څېر خنډونه نه وي ان شاء الله.
دا راز د دې څخه دا نتېجه هم راوځي چې امریکایانو د یرغل په لومړۍ ورځ ویل چې دنیاوال به زموږ او یا د طالبانو طرف نیسي دریمه لار او جهت نشته، خو نن ورځ یې خپل نړیوال شهرت او مشري هېره کړې او په دې هڅه کې ده چې څنګه له افغان خاورې څخه خپل کالي ورټول کړي، اوس د دوی بل هیڅوک او بل هیڅ شی مقصد نه دی بې له خپله ځانه چې ووځي، نور نو که ټول خلک له طالبانو سره یوځای کیږي او کنه د دوی باک نشته دوی په هیڅ ډول سره مداخله نه کوي.
حال دا چې دوی په لومړیو کې فقط د لنګوټې او ږیرې په درلودلو سره خلک باګرام او کیوبا ته رسول او نن وایي چې موږ په هیچا کار نلرو نه یې په نظام کار لرو.
ایا دغه د امریکایانو ناکامي نه ده؟ او د طالبانو لپاره ښکاره فتحه نه ده؟
په حقيقت کې سوله نه ده، بلکې دا فتحه د اسلام او مسلمانو افغانانو پر قوت اقرار او اعتراف دی.
د طالب او امریکا تر منځ روان مذاکرات او بيا پې د طالب بريالۍ ستراتيژي اصلاً د اسلام او مسلمان پر وجود او بقاء اقرار دی.
طالب ؤچې په عموم کې د درست امت مسلمه او بالخصوص د افغانانو نماینده ګي کوي؛ په رسمیت پیژندل او منل دي.
















