روزګان : سلګونه جريبه ځمکه کې د بادامو او پستې بڼونه جوړيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)

د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې پر سلګونه جريبه ځمکې د بادامو او پستې بڼونو د جوړولو خبر ورکړ.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په یاد ولايت کې يې د بديل معيشت پروګرام تر نامه لاندې پر ۳۶۷ جريبه ځمه د بڼونو جوړولو لړۍ پيل کړې.

د سرچينې په وينا، دغه بڼونه به د ولايت په مرکز ترينکوټ او چورې ولسواليو کې جوړ شي چې سل جريبه به د پستې او او دوه سوه اووه شپيته جريبه به د بادامو وي زياتوي چې د دغه پروګرام له مخې پر ۲۷۸ بڼوالو د پستې او بادامو نيالګي ويشل شوي دي.

په وروستيو کې د افغانستان د نورې وچې ميورې تر څنګ د پستې له حاصلاتو هم خلک خوشحاله دي چې بزګرانو ترې ښه عايد ترلاسه کړی دی.

د کرنې، اوبو لګولو رياست وايي، دوی هڅه کوي چې د بادامو پستې، او نورو ميوه لرونکو شيانو په رواجولو سره بزګران له کوکنارو د بڼوالۍ خواته راوګرځوي کوم چې تر ډيره ښه عايد ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button