ګارډين: افغانستان کې له ديارلس ميلونه زيات خلک لوږې سره مخ دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۶)

د بتانيې ګاډين ورځپاڼې د افغانستان وروستيو سيلابونو او پکې د راوتلو په اړه راپور خپور کړی چې په وينا يې د کندهار په شمول اته ولايتونو وګړي يې اغېزمن کړي دي.

تيره يوه اوونۍ د افغانستان په څو ولايتونو کې د سخت ورښت له کبله سيلابونه راغلي چې له کبله يې زرګونه کورنۍ زيانمنې شوي او په ترڅ کې يې له ديرشو زيات کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي توبي لينزر ويلي و چې افغانستان کې يې د لوږې او ورته ډول نورو ستونزو په اړه لازم اقدام نه دی کړی.

ګارډين د لينزر له قوله ليکلی، دا مهال افغانستان کې ديارلس نيم ميلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او څه باندې درې نيم ميليونه نور دغه حالت ته ورنږدې دي.

لينزر څه موده وړاندې د لوږې سره مخ افغانانو د ستونزو ختمولو لپاره د ۶۱۲ ميليونه ډالرو غوښتنه کړې وه چې په وينا يې تر دې دمه یوازې د يادو پيسو درې برخې ورکړل شوي چې د افغانانو مشکلات پرې نه شي حل کيدلای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button