کابل: د مزاري په یاد غونډې برید کې د پدرام په شمول د حنيف اتمر اته ساتونکي ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۶)
شاوخوا يو ساعت مخکې د کابل ښار په درېيمه حوزه کې چې د وحدت د ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ياد غونډه روانه وه چاودنې شوي.
په کابل کې د عامې روغتيا وزارت عمومي مشر محب الله وايي، د پيښې له ځايه يوولس ټپيان د درملنې لپاره ور وړل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي وايي، نن د دولس بجو په شاوخوا کې د اتلسمې حوزې له مربوطاتو څخه د مزاري پر ياد غونډه د هاوان بريد شوی خو له څو مرميو توغولو وروسته بريدګر نيول شوی دی.
دغه مراسمو ته پخواني ولسمشر حامدکرزي په شمول، اجرائيه مشر عبدالله، حنيف اتمر، يونس قانوني، پدرام ، محقق ، کريم خليلي او نور سياسي مشران ورغلي و.
د خبر له مخې، په بريد لطيف پدرام، د حنيف اتمر اته ساتونکي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.
ځينې سرچينې وايي، په بريد ډيری کسان ټپيان دي چې د کابل ښار استقلال، ايمرجنسي او نورو نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.
په دغه غونډه کې د چا د وژل کېدو راپور تر اوسه نه دی ورکړل شوی خو ځايي سرچينې وايي غونډه ګډوډه شوې ده.
تر اوسه د بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



