نيويارک ټايمز: ښايي د پاکستان او هند تر منځ ايټمي جګړه ونښلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۷)
نيويارک ټايمز په خپل يوه مطلب کې د هند او پاکستان وروستي کړکیچ ته اندېښنه ښودلې په وينا يې ښايي د دواړو هېوادونو تر منځ ايټمي جګړه ونښلي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې ليکلي، د دواړو هېوادونو تر منځ په شخړو کې کمی دا معنا نه لري چې شخړه به يې دايمي هواره شي.
د نيويارک ټايمز په سرمقاله کې راغلي، لا هم د دواړو هېوادونو پوځيان په سرحدي سيمو کې يو بل ته ګوته په ماشه دي او دغه کړکيچن وضعيت ښايي ايټمي جګړې ته لاره هواره کړي.
د هندي کشمير په پلواما کې تر برید وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ترينګلې شوي چې د تيرې یوې مياشتې په موده کې د هند او پاکستان هوايي ځواکونو د يو بل پر خاوره هوايي ګزمې او بريدونه هم کړي.
پاکستان څه موده وړاندې په کشمير کې د هند د هوايي ځواک یوه الوتکه نسکوره کړه او پيلوټ يې ژوندی ونيو چې تر څو ورځو بند وروسته بيرته هند ته وسپارل شو.
نن هم هندي چارواکو خبر ورکړی و چې د پاکستان سرحد ته څيرمه د راجستان سيمه کې يې یوه جنګي جيټ الوتکه نسکوره شوې او په اړه پلټنې پيل کړي دي.



