لوګر : د ګډو ځواکونو شپنيو عملياتو کې ملکيانو ته مالي او ځاني زيان اوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۷)

راپورونه وايي، چې تيره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيمه ييزې سرچينې وايي، دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط په سيدانو سيمه کې ترسره شوي چې په ترڅ کې يې عملياتي عسکرو د خلکو د کورونو دروازې ماتې کړي، ګڼ کورونه يې ويجاړ کړي او د خلکو قيمتي مالونه يې له ځان سره وړي دي.

راپور زياتوي، په عملياتو ې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، عملياتي عسکرو عامو خلکو ته د مالي او ځاني زيان اړولو تر څنګ د سيمې يو مسجد هم په بشپړه توګه ويجاړ کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان او امریکايي عسکر ورته ډول عمليات کوي بلکې په وروستيو کې يې شپني عمليات زيات کړي چې تر ډيره پکې ملکي میشت ځايونه هدف ګرځوي.

تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو دغه عمليات وحشت او جنايت بللی دی.

که څه هم تر دې مخکې د ولسي جرګې يو شمير غړو او سیاستوالو د شپنيو عملياتو د بنديدو غوښتنه کړې چې په وينا يې ملکي خلکو ته پکې زيان اوړي خو تر اوسه بهرنيو ځواکونو او د ملي يووالي حکومت چارواکو د دغه ډول عملياتو د بنديدو په اړه هيڅ ډول اقدام نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button