کابل کې د جلغوزيو د پروسس فابريکه پرانيستل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۲)

په پلازمينه کابل کې د جلغوزيو د پروسس یوه لويه معیاري فابريکه فابريکه پرانيستل کېږي چې د مسؤلينو په وينا د سيمې هېوادونو کې يې بيلګه نه شته.

دغه فابريکه د څلور ميليونه ډالرو په ارزښت د يوه افغان سوداګر له خوا جوړه او ماشينونه يې له اروپا څخه راوړل شوي دي.

د فابريکې مسؤل شير علي ځدراڼ وايي، افغانستان او سيمه ييزو هېوادونو کې جلغوزي په لاس سپينېږي او په لاس پروسس کېږي چې په وينا يې د جلغوزو کاروونو ته روغتيايي ستونزې پيدا کولی شي خو زياتوي : ” زموږ فابریکې کې جلغوزې د ماشینونو په واسطه لومړی پرېمینځل کیږي بیا وچیږي، له هغه وروسته سپینیږي او له بسته بندۍ مخکې، ضد عفوني کیږي”.

افغانستان کې په يوه کال کې له ۳۵ زرو ټنو نه تر ۴۰ زره ټنه پورې جلغوزي توليدولای شي خو دغه فابريکه يوازې په اته ساعتونو کې د دولس ټنه د جلغوزيو مغز، او په همدومره وخت کې شپيته ټنه پوستکي لرونکي جلغوزي پروسس او بسته بندي کولو وړتيا لري.

د مسؤلينو په وينا، د غير رسمي شميرو له مخې که د افغانستان جلغوزي په خپل هېواد کې پروسس او صادر شي شاوخوا یو اعشاريه دوه ميليارده ډالره به د حکومت په بوديجه کې زیاتوالی راشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button