د چک جمهوريت ولسمشر: د طالبانو په ځواکمنتيا اندېښنه څرګنده کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۲)

د چک جمهوريت ولسمشر ميلوس زيمن ويلي، ښايي طالبانو بيرته افغانستان ته له راګرځيدو سره سم جګړه پيل او د واک د ترلاسه کولو هڅې وکړي.

نوموړي د طالبانو په ځواکمنتيا اندېښنه څرګنده کړې په وينا يې که طالبان پر افغانستان واکمن شي نو سيمې ته به ګواښ متوجه کړي.

د چک جمهوريت ولسمشر طالبانو ته د پړانګانو نوم ورکړی په وينا “پړانګ د تل لپاره پړانګ پاتې کېږي” او ډيره بايد تمه ونه شي چې د هغوی په راتګ دې جګړې ختمې شي.

هغه په دې اندېښمن ښودلې چې ښايي طالبان له نورو وسله والو ډلو سره اړيکې وپالي او د سيمې په شمول اروپايي هيوادونو ته هم ګواښ پيښ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تيرو څو مياشتو راهيسې د امريکا او طالبانو تر منځ د افغانستان د جګړې ختمولو ، له دغه هېوادوه د ځواکونو د ايستلو او دا چې طالبان به د دې ضمانت ورکوي چې نورو هېوادونو ته به راتلونکي کې له افغانستانه ګواښ نه متوجه کيږي.

پرون د طالبانو او امریکايانو د خبرو پنځم پړاو سر ته ورسيد چې دواړو خواوو وويل، چې له هيواده د امريکايي ځواکونو ايستلو او افغان خاوره د نورو هيوادونو پرضد نه کارولو برخو کې پرمختګ شوی دی.

دغه راز د افغانستان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي ويلي، په دغه خبرو کې په څلورو مسائلو خبرې شوي چې د ترورزیم پر خلاف ضمانت، د امریکايي عسرو وتل، بين الافغاني خبرې او هر اړخيز اوربند زياتوي ډير ژر به بيا سره کښينو تر څو چې پر ټولو مسائلو توافق نه وي شوی؛ هيڅ توافق نه دی شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button