روزګان: هوايي برید د ملي اردو ګڼو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۲)

راپورونه وايي، د روزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د ملي اردو پر يوې قرارګاه هوايي بريد شوی چې عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اريانا نيوز خبریال نجيب مايار په خپله ټويټر پاڼه د امنيتي سرچينو له قوله ليکلي، په دغه بريد کې د ملي اردو اووه عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، دغه بريد د بهرنيو ځواکونو له لوري شوی چې یاده مرګ ژوبله يې اړولې ده.

تر اوسه د روزګان امينتي مسؤولينو او په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا لومړی ځل نه دی چې بهرني ځواکونه ملي اردو بمباروي بلکې تر دې مخکې په زيات شمير کې دغه ډول پيښې شوي چې د ملي اردو تر څنګ، کومانډ، اربکيان او پوليس بمبمار شوي دي.

د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه برحاله عسکر پر کور چاپه وهل شوې وه چې د ده د کوچنيانو تر څنګ د کورنۍ دوولس غړي يې ورته وژلي او کور يې ورته ویجاړ کړی و.

په وروستيو کې څو ورځو کې په پرلپسې ډول ملکي خلک په شپنيو عملياتو او هوايي بریدونو کې تر هدف لاندې راځي خو دا په نږدې دوه مياشتو کې لومړی وار دی چې دولتي عسکر په هوايي بريدونو کې وژل کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button