طارق نور:دخپلې وينې تر وروستۍ قطرې دخپل ولس دفاع کوم

کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل):
دبلخ ولايت دامنيه قومندان پر سر د راپيداشوي کړکېچ په دوام دعطانور جګپوړوقومندانانو حکومت ته سختې ګوتڅنډنې کړي،ددغوګوتڅنډنوپردوام،داځل دعطاءمحمد نور زوی طارق نور ويلي چې د خپلو مسلحو کسانو سره يوځای به دخپلې وينې تر وروستي څاڅکي پورې د مزارشريف د ولس له عزت او آرامۍ نه دفاع کوي.
يادونه بايد وکړو چې دبلخ ولايت نن دسختو خونړيو بريدونو شاهدؤ، سرچينې وايي چې دجګړې دبيا پيښېدو احتمال ډير دی



