کابل ټکی کام(جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل):
د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو د شپنيو عملياتو پرمهال د يوې کورنۍ درې(۳) تنه ځوانان وژلي او د خلکو ګڼ کورونه يې هم ويجاړ کړي دي.
وړمه شپه افغان او امريکايي ځواکونو د بکوا ولسوالۍ د اشکين تخت غونډۍ سيمه کې د خلکو په کورونو شپني عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ددې کلي د يوه اوسېدونکي عصمت الله اکا درې زامن: حميدالله، تورجان او نورالله وژل شوي دي.
له سيمې څخه د ورکړل شوو راپورونو په اساس ددغو عملياتو پرمهال د ملکيانو د وژلو ترڅنګ ګډو ځواکونو د خلکو ۳ عرادې شخصي موټر سوځولي او يو شمېر کورونه يې هم په بمونو سره الوزولي دي.
په فراه ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا ياده ولسي مرګ ژوبله په داسې مهال رامنځ ته کيږي، چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو لخوا د ولسي افغانانو په کورونو هوايي بمبارۍ او شپني عمليات په بې سارې توګه زيات شوي، چې ورسره د ملکي تلفاتو ګراف هم اوچت شوی دی.