طالبانوپه ملکي وګړو وروستۍ بمبارۍ جنګي جنایت بللی

کابل ټکی کام(جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل):
دطالبانوویاندذبیح الله په خپله ټویټرپاڼه وروستۍ بمبارۍ غندلي، او دایې سترجنګي جنایت بللی.
مجاهد دپکتیا په زرمت،دمیدان وردګوپه سیداباد،دکندوزپه خان آباد،اودکندهارپه میوند،وروستۍ بمبارۍ نه جبرانېدونکی ظلم نومولی.
نوموړی زیاتوي:دغه بمبارۍ په داسې حال کې ترسره کیږي چې څوورځې وړاندې دحکومت مشرخپلو عساکروته په یوه کاذبانه هڅه کې امرکړی وو،چې که دیوتن ملکي کس ژوندته هم د خطراحتمال وو،باید بریدونشي.
خو موږ ګورو چې دګډو ځواکونو لخوا دغه جنایات په مکرر ډول روان دي.



